ایکنا-د روژې دمبارکې میاشتې په درشل کې دعربستان ال سعود رژيم اعلان وکړ چې ددغه هیواد د جوماتونو په داخل کې د روژماتو ددسترخوانونو غوړول ممنوع دي.
د خبر لمبر: 3488826 خپرونې تاریخ : 2024/03/05
ایکنا- د فلسطین سرچینو د تیرې جمعې په ورځې یعنی د کب د میاشتې په یولسمه نیټه د غزې تړانګې په جنوب کې په واقع رفح ښار کې د الفاروق جومات د کنډوالو دپاسه د جمعې لمانځه د ترسره کیدا انځورونه او ویډیو کلیپونه خپره کړل چې ډیره زیاته ولوله او انګیزه ئې خوره کړې ده.
د خبر لمبر: 3488823 خپرونې تاریخ : 2024/03/04
ایکنا- د خدای بخښلي او د پاکستان د لوي دینی عالم شیخ محسن علی نجفي زوي حجة الاسلام انور علی نجفي ووئيل، شیخ محسن نجفي د اسلامی علومو په زمینې کې د ډيرو زیاتو شاګردانو د روزنې ترڅنګ ،خپل زیاتره برکتناک عمر د پاکستان دټولنې د وحدت او یووالي په پیاوړتیا کې تیر کړی او له خپلې خوا ئې په ټولنیزو خدماتو کې ډيره ستره ارزښتمنه کارنامه پریښودلې ده.
د خبر لمبر: 3488821 خپرونې تاریخ : 2024/03/04
ایکنا- د آسټریلیا د مسلمانان و مشرانو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د فلسطین دغزې تړانګې د بې څوکه خلکوپه ضد د اسرائيلي رژيم له جنګه د آسټریلیائي حکومت د ملاتړ په دلیل د حکومتي روژماتو په دستورو کې له ګډونه ډډه کوي.
د خبر لمبر: 3488805 خپرونې تاریخ : 2024/02/29
ایکنا- د تایلینډ لومړی وزیر به ددغه هیواد د جنوب مسلمان میشته ولایتونو ته په درې ورځني سفر کې د سیمې له مذهبی مشرانو او مسلمانان و سره کتنه او د قرآني او اسلامی آثارو د میوزیم پشمول د تاریخي او ټوریسټي ځایونو لیدنه هم وړي.
د خبر لمبر: 3488801 خپرونې تاریخ : 2024/02/28
ایکنا- په سویډ کې ناپيژاندو کسانو د یوه جومات په دیوال باندې د توکمپالو شعارونو په لیکلو سره د مسلمانان و د وژلو غوښته کړې ده .
د خبر لمبر: 3488790 خپرونې تاریخ : 2024/02/26
د کینیډا ددینی مطالعاتو استاد؛
ایکنا- د کینیډا یو اوسیدونکی ددینی مطالعاتو استاد پروفیسر لیاقت تکیم په دې اند دی چې په آخر الزمان کې په یوه ژغورونکي باندې اعتقاد، یوازې شیعیانو او مسلمانان و ته مخصوص نه دی او په نورو دینونو کې په تیره بیا په یهودیّت او مسیحیّت کې هم شته دی.
د خبر لمبر: 3488784 خپرونې تاریخ : 2024/02/26
ایکنا- په انګلستان کې د مسلمانان و په ضد له اسلامه د ویرونې پروسه،په غزې کې د جنګ د پلیدا له وخت راهسې تر پام وړ حده زیاته شوې ده.
د خبر لمبر: 3488781 خپرونې تاریخ : 2024/02/25
ایکنا- د قرآن کریم یوه نسخه چې د یوه پُستي ټکټ په اندازه ده او وئيل کیږي، دن ړۍ ترټولو ورکوټي قرآني نسخه ده . د آلبانیه په یوې کورنۍ کې له یوه نسله بل نسل ته منتقله شوې ده.
د خبر لمبر: 3488776 خپرونې تاریخ : 2024/02/24
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو څلویښتم پړاؤ د پنجشنبې په مازدیګر د ایران د اسلامی شورا د مشر محمدباقر قالیباف او د کلتور او اسلامی ارشاد د چارو د وزیر محمد مهدي اسماعیلي په شتون سره د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې په هال کې پیل شوې .
د خبر لمبر: 3488734 خپرونې تاریخ : 2024/02/17
ایکنا-په تایلینډ کې د ایران داسلامی جمهوریت د قرآنی هنری کلتوری محصولاتو او آثارو لومړنی نندارتون د تایلینډ د پارلیمان د مشر د مرستیالاانو،د کلتوري چارود مرستیال وزیر او د ایران د اسلامی جمهوریت د کللتور او اسلامی ارشاد د وزیر د قرآڼ او عترت د مرستیال په شتون سره پرون سهار په بانکاک کې ددغه هیواد د دحلالو په لومړني هوټل کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3488702 خپرونې تاریخ : 2024/02/11
ایکنا- داهل بیت (ع) دنړیوالې ټولنې کلتوري مرستیال په یولړڅرګندونو کې ووئيل، د اهل تسنن اصلي پيروکار له دغو تکفیری ترهه ګرو ډلو سره سخت مخالف دي او له دوي سره ښه رویّه نه لري او دوي بدعت کونکي او منحرف ګڼي ، داعش د اهل سنت صوفیان مشرک ګڼي،په هماغه اندازه چې شیعیان مشرک ګڼي او که قدرت ترلاسه کړي ،نو له دوي سره به یو شان چلند وکړي.
د خبر لمبر: 3488678 خپرونې تاریخ : 2024/02/05
ایکنا- دهندوستان د مسلمانان و یو شمیر مشرانو په دې خبرې په ټينګار سره چې د هند حکومت باید د جوماتونو او دهندوانو د مندرونو په سر اختلافات ختم کړي، له حکومته ئې په دغه هیواد کې د مسلمانان و دعبادتځایونو او نورو مقدساتو د خوندی ساتلو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488669 خپرونې تاریخ : 2024/02/04
ایکنا- د پاکستان لومړي وزیر انور الحق کاکړ په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛هیله من یوو د دواړو هیوادونو ترمینځ له ارتباطاتي چینلونو په ګټه پورته کولو په تیره بیا د امنیتي او د استخباراتي ملګرتیاو په پیاوړي کولو سره به په خپلو سرحدونو کښې له ګډو چیلنجونو سره د مقابلې کولو جوګه وو.
د خبر لمبر: 3488626 خپرونې تاریخ : 2024/01/27
دغه تاریخي نسخې د تورات متن او یا د یهودو تعلیمات نه وو، د حضرت محمد مصطفی(ص) د لور خطبه وه چې د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها او د حضرت امام علی علیه السلام د مظلومیّت حکایت د نړیوالو غوږونو ته رسوي.
د خبر لمبر: 3488625 خپرونې تاریخ : 2024/01/26
ایکنا- د مسلمانو عالمانو نړیوالې اتحادئې د اسلامی او عربی نړۍ پر رهبرانواو د نړۍ پر درستو پتمنو خلکو غږ کړی څو له لوږې د کابو یونیم میلیون فلسطینیانو د ژغورنې لباره فوری اقدام وکړي.
د خبر لمبر: 3488622 خپرونې تاریخ : 2024/01/25
ایکنا- دپاکستان چارواکو د هندوستان په ایودیا کې د رام مندر د پرانیستې په محکولو سره دغه هیوادد حکومت په اسلام ضده اقداماتو باندې په اعتراض کې د مسلمانو هیوادونو له خواد هند د حکومت د بایکاټولو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3488615 خپرونې تاریخ : 2024/01/24
ایکنا- په بنګله دیش کې د روهینګیائي مسلمانو کډوالو په یوه کیمپ کې د اور د لګیدا له امله په دغه ځاي کې کابو یو زر دوه سوه خیمې په ایرو بدلې شوې. البته د احتمالی مرګ ژوبلو په باب ئې څه نه دي وئيل شوي.
د خبر لمبر: 3488542 خپرونې تاریخ : 2024/01/08
ایکنا- د مخکینیو کلونو په اپوټه ،په غزې کې د اسرائيلو دوحشی ډ،له حملو اوبمباریو په دلیل یږکال مسیحیانو او دفلسطین درستو کلیساګانو ، د کریسمس جشنونه او دستورې لغوه کړې او دغزې د شهیدانو په یاد کې ئې د جنګ د ختمیدا لپاره پر دعاییه دستورو بسنه وکړه .
د خبر لمبر: 3488486 خپرونې تاریخ : 2023/12/28
ایکنانیوز د پاکستان د جماعت اسلامی ګوند مشر ددې خبرې په کولو سره چې امریکایان د سیمې په هرځاي کې چې وي، مشکل راپنځونکي او دټولو ترینګلتیاؤ اصلی ریښه دي ووئيل،امریکا په افغانستان او پاکستان کې د ناکراریو ددودیدا اصلی ګرَمه ده.
د خبر لمبر: 3488468 خپرونې تاریخ : 2023/12/24