ایکنا نیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د اوقافو د ادارې د قرآنی چارو او خیریه چارو د مرکز او د قرآن کریم د قاریانو او حافظانو د بلونکی او لیږدونکي کمیټې له خوا د ملایشیا د قرآڼ د نړیوالو سیالیو په څلورشپيتم پړاؤ کې د ایران نمایندګان اعلان شول.
په دغو سیالیو کې د تحقیق د قرآئت د څانګې د ګډون کونکو پر بلنې سربیره چې د یوه دود په بڼه هرکال ترسره کیږي،سږکال د لومړي ځل لپاره د ټول قرآن کریم د حفظ د څانګې ګډونکونکو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
په همدې اساس د تحقیق د قرآئت په څانګې کې حمید رضا نصیری او د ټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې محمد رضا زاهدي به د ملایشیا د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دنمایندګانو په توګه ګډون وکړي.
د قرآن کریم دغه دوه قاریان اوحافظان د قرآن کریم دعمومی سیالیو په شپږڅلویښتم پړاؤ کې چې تیر کال د شمالي خراسان ولایت په بجنورد ښار کې ترسره شوې ،د تحقیق د قرائت اوټول قرآن په څانګو کې دوهم مقام ګټلی دی.
باید ووئيل شي ،د ملایشیا دقرآڼ نړیوالې سیالۍ په دوو مقدماتي مرحلو کې (انټرنیټي) او نهائي (حضوريَ) بڼه ترسره کیږي.،یو داسې سټایل او سبک چې په وروستیو کلونو کې ایران رابرسیره کړی دی.
دغه سیالۍ د ټول قرآن د حفظ او دتحقیق د قرآئت په څانګو کې د ښاغلو او آغلو په دوو برخو کې ترسره کیږي. ایراني قاریان له ملایشیا وروسته په تیرو ۶۳ پړاؤنو کې ددغو سیالیو ترټولو زیات ځلې لومړی مقام ګټلی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4212113