IQNA

د آسټریلیا په حکومتي روژماتو کې دې ددغه هیواد مسلمانان ګډون نه کوي

6:32 - February 29, 2024
د خبر لمبر: 3488805
ایکنا- د آسټریلیا دمسلمانانو مشرانو  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د فلسطین دغزې تړانګې د بې څوکه  خلکوپه ضد د اسرائيلي رژيم  له جنګه د آسټریلیائي حکومت د ملاتړ په دلیل د حکومتي روژماتو په دستورو کې له ګډونه ډډه کوي.

ایکنانیوز د ګارډیّن له قوله راپور راکړ، د آسټریلیا  په نیویاؤت ولز او ویکټوریا  کې د اسلامی تنظیمونو  او اورګانونو  غړو  حکومتي روژماتو دستورو ته بلنې په زغرده رد کړې.

د آسټریلیا د  جمې ا مامانو ملی شورا(Anic) او د ویکټوریا اسلامی شورا (ICV) په یوې ګډې اعلامیې کې اعلان کړی دی  چې د  غزې په جنګ د دغه هیواد د حکومت دغبرګون په څرنګوالي د مسلمانو ټولنو  په ناامیدۍ پسې به سږکال  د روژې په مبارکې میاشتې کې  د حکومتي روژماتو په دستورو کې  ګډون ونه کړي.

د آئي سی وي  مشر  عادل سلمان په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  د فلسطینیانو د کړاؤ او دردونو  په احترام کې به سږکال په روژې میاشت کې  ددغه شان دستورو ترسره کیدا مناسبه  نه وي.  هغه ووئيل،  دمګړۍ ټولنه دغزې دجنګ په باب د آسټریلیا د کارګر ګوند د دریځونو په نسبت ناامیده  ده ، هغه څه چې مونږ ئې تمه لرو، د فلسطین له ولس سره په پیوستون کې دحکومت روښانه بیانیه ده .

ښآغلی سلمان ووئيل،  اوس  د لومړي  وزیر لپاره ښه وخت دی څو  هغه سپارښتنې چې  حکومت ئې له مسلمانانو ترلاسه کړي دي، ومني.

 د  آسټریلیا د  جومات د امامانو د ملی شورا(اې این آئي سی) یوه ویندوي  ګارډین ته ووئيل،چې دوي په نیو ساؤت ولز کې د مسلمانو او عربو ټولنو په خپګان د حکومت د هیح غبرګون په نه ښودلو ډیر ناامید شوي دي . هغه ووئيل،  دوي امیدوار دي چې  حکومت د فلسطین د بې څوکه خلکو د کړاؤ او په نیوساؤت ولز کې له مسلمانو ټولنو سره د خواخوږئ لپاره لا زیات سنجیده  کړجار غوره کړي.

د سیډني یو پوهنتوني او اجتماعي  فعال شیخ وسام شرقاوي  هم ووئيل، د جماعت درست  امامان   په دغو دستورو کې  له ګډونه په ډاګه  ډډه کوي. هغه ټينګار وکړ،ما هیڅکله هم  په ټولنې  داوس تر حده د غوسې سویه نه ده لیدلې ، له لومړي وزیر او د هغه له وزیرانو سره د لیدو لپاره د  ټولنې ګروهنې صفر ته رسیدلې ده .

 په وروستیو کلونو کې په روژې مبارکې میاشتې کې د حکومتي روژماتو  دستورې دود شوي دي او داسلامی هیوادونو سیفیران، د ټولو دینونونو لوړپوړي روحانیون د مسلمانانو د ټولنې مشران  او سیاستوالان پکې ګډون کوي. په ویکټوریا کې د ځاي حکومت   لومړی وزیر له ۲۰۱۵ کال څخه  ددغو دستورو  کوربه دی .

https://iqna.ir/fa/news/4202347

captcha