د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، په وژل شویو کې شپږ ملی پولیس او اووه تنه د ملی اردو سرتیری دی.
سیمه ییز چارواکی وایی، دا برید قلعه کارېز سیمه کې تېره شپه یوه بجه شوی.
د دوی په خبره، وسله والو پوسته سوځولې او سیمه یې د څو ساعتونو لپاره په واک کې وه.
د غزنی ولایتی ویاند«محمد عارف نوری» وایی، مرستندویه ځواکونه سهار وختی سیمې ته رسیدلې دی او اوس سیمه د امنیتی ځواکونو په واک کې ده.
افغان چارواکی وسله والو مخالفانو ته د ورته مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوی.
غزنی د افغانستان له ناامنه ولایتونو بلل کېږی، چې پر ځینې ولسوالیو یې طالبان ولکه هم لری.
دې ډلې تېر دوبی د پنځو ورځو لپاره د غزنی ښار ځینې سیمې هم نیولې وې.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i77920