ایکنانیوز د الکومبس له قوله راپور راکړ،په داسې ورځ چې په سویډ کې مسلمانان دنیکرغه اختر جشن لمانځي ، دوه کسان د سویډ په پلازمینې سټاکهم کې له پولیسو مجوز ترلاسه کوي، څو د سټاکهم دیوه جومات په وړاندې دخلکو په غونډيدا سره آسماني کتاب قرآن کریم یوه نسخه وسوځوي.
په هغه ځاي کې د پولیسو دمامورانو په شتون سره دوو کسانو ته ددغه جنایت په وخت دعمومی غونډې د ترسره کیدا اجازت هم ورکړل شوی دی.
ددغه جومات مسئولانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره د سویډ د پولیسو له خوا دددغه شان مجوز په صادریدا هغه هم د نیکمرغه اختر په ورځ، ناامیدي ښکاره کړې او وئیلي ئې دي ، چې دسټاکهم پولیس په دغه جنایت کې شریک دي. دا دوهم کال دی چې یو کس د یوه ترټولو مهم اسلامی اختر په ورځ چې د ټولو مسلمانانو دخوشالۍ او د یوه میاشتې روژو د ساتلو د جایزې دترلاسه کولو اختر دی ،، دجومات د کتونکو دسترګو په وړاندې د قرآن پاک یوه نسخه سوځوي،دا د مونږ لپاره د منلو وړ نه ده او همداراز په دې اندیښمن یوو چې د جوماتونو په وړاندې په اسلامی چټیانو کې د قرآن کریم د سپکاویو کار په یوې نوي شخړې بدل شي.
ددغې اعلامیې په یوې بلې برخې کې راغلي دي ، په وروستیو میاشتو کې دسټاکهم جومات د نفرت او کرکې له امله د ډول ډول جرمونو له خطرو سره مخ دی . د جومات په کړکیو باندې په کرتو سپک لیکل شوي او کړکي مات کړئ شوي دي، دروازې ئې ماتې کړئ شوي دي او ددروازو په وړاندې ئې د مات صلیب نښې ځوړند کړئ شو ي دي او جومات ته د ډول ډول نفرت خورونکو پیغامونو باندې مشتمل لیکونه لیږل شوي دي. مونږ شاهدان یوو چې د مسلمانانو په ضدڅرنګه توکمپاله اجتماعي فضا لاسخته شوې ده . د قرآن کریم د نسخې سوځول دیني آزادۍ ته یو بل ګوزار دی .دغه شان توکمیزې او کرکیجنې غونډې او هغه هم د یوه جومات په وړاندې چې مسلمانان پکې داختر لمونځ ادا کوي، د ګډ سوله ایز ژوند او احترام او همدردرۍ په زمینې کې د مونږ دګډو ارزښتونو سره په تضاد کې دي.