IQNA

په مالیزیا کښې د قرآن کریم پوهنتون جوړولو لپاره هڅې

12:58 - April 12, 2018
د خبر لمبر: 3481164
نړیواله ډله: د مالیزیا یو دینی چارواکې په دغه هیواد کښې د قرآنی پوهنتون جوړولو باندې تاکید وکړو او وې ویل اوس هغه وخت دی چې دارنګه فارغ التحصیل ؤ لرو چې نه یواځې دا چې په خپلو تحصیلې ساحې کښې متخصص وي، بلکې د قرآن کریم حافظ هم وې.
د ایکنا راپور له مخې، د سلام خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مالیزیا پاهانګ ولایت مفتی عبدالرحمان عثمان د دغه هیواد یو سیاسي حزب، ملي جبهه د قرآنی پوهنتون جوړولو طرحه په اړه وویل: د القرآن پوهنتون جوړول کولي شی چې په فارغ التحصیلانو کښې زیات د قرآن کریم حافظان پیدا کړي.
د مالیزیا ملي جبهه د خپلې نوې اساسنامې تصویب کېدو په مراسمو کښې اعلان کړې وو چې غواړې د کلانتان ولایت کښې القرآن پوهنتون جوړ کړي. همدارنګه دې جبهه ژمنه وکړې چې تر کال ۲۰۵۰ پورې به تقریباْ ۱۲۵زره قرآنی حافظان محصلان سره د کار لوړ مهارت لرونکې د مختلفو علمونو لکه په ریاضی او انجنیری کښې روزنه کړي.
ډاکټر عبدالرحمان عثمان وویل: قرآن ډېر جامع کتاب دی ځکه چې د دینی مسئلو سره، د نورو علمي او ټیکنالوژي سره تړلې مسئلو ته هم پوښښ ورکوي، د دارنګه پوهنتون جوړول د نړۍ د مسلمانانو په صلاح کښې ده.
هغه په مالیزیا کښې د قرآنی مطالعاتو پراخوالي لازمتیا باندې تاکید سره وویل: نور هیوادونو لکه هند او مصر په قرآنی مطالعاتو کښې له مالیزیا نه په پرمختګ کښې دي او په دغه هیوادونو کښې د قرآن کریم حافظان په سلګونو زرګونو حدیثونو حفظ باندې هم قادر دي.
د پرکا ولایت مفتي زکریا هم وویل چې دا پوهنتون به په دغه هیواد کښې د قرآن عالمانو جذب کولو باعث وګرځي.
همدارنګه د مالیزیا دینی چارو چارواکو نه وان عدلی وا رملی هم په دې اړه په دغه هیواد کښې د مسلمانانو شوق ته اشارې سره وویل: د دې پوهنتون جوړول په عمومي توګه د قرآن کریم مینه کښې پرمختګ دي او د قرآن کریم حفظ کولو سمه لار ښودنه کښې مرستیال به وي.
http://iqna.ir/fa/news/3704184
captcha