د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له نړیوالو ادارو او هیوادونو غوښتل چی د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر د مظلومو خلکو ملاتړ وکړی .
عمران خان د امریکا په هادسون کې د شمالی امریکا اسلامی ټولنې ته د ویډیویی کانفرنس له لارې په وینا کی دې ته په اشارې سره چی نړۍ باید له هغه څه چی په کشمیر کی کیږی ، خبره شی وویل د هند حکومت د کشمیر د نفوسی جوړښت په بدلولو پسې دې .
له بلي خوا د پاکستان حکومت دکشمير مسله په نړیواله سطح د نورو پورته کولو لپاره انټرنشنل ډپلوميټک کانفرنس راغښتو فيصله کړيده په کانفرنس کښې به پاکستان کښې موجود سفارتکاران او برطانوي او اروپایی پارلیمان استازی راغوَښتلی شي،
د کانفرنس انعقاد اهتمام به وزارت قانون کوي،
د کانفرنس انعقاد به د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ اجلاس نه وړاندي کيږي او د کانفرنس اختتامي سيشن ته به صدر مملکت يا وزير اعظم عمران خان خطاب کوي