IQNA

الاقصی جومات ته د مسلمانانو دلاس رسي محدودیّت به حالات نوره هم ترینګلي کړي

14:58 - March 12, 2024
د خبر لمبر: 3488867
د اردن خارجه وزیر په الاقصی جومات کې د دمسلمانانو د شتون دمحدودولو لپاره دصهیونیسټي رژيم  په سیاستونو په سختو نیوکو سره د صهیونیسټانو ددغه اقدام دخطرناکو پائيلو په باب خبر داری ورکړ.

ایکنا القدس العربی  له قوله راپور ورکړ،د اردن خارجه وزیر  ایمنالصفدي  پرون ناوخته ووئیل، په روژې مبارکې میاشتې کې په قدس کې د الاقصی  جومات انګڼ ته د لمونځ ګوزارو د واریدیدا  لپاره داسرائیلو  په وسیله  اعمال شوي محدودیَتونه حالات د چاودنې ترحده بوځي.

الصفدي  له رسمي رسنیو سره په خبرو کې  ووئیل، هیواد ئې په روژې مبارکې میاشتې کې  د الاقصی جومات ته  دلمونځ ګوزارو د لاس رسي  دمحدودولو لپاره  داسرائيلو اعلان شوی اقدام ردوي  او دا موضوع په هغو دلیلونو ورکوي، چې  په غزې کې ئې د جنګ له امله لمبې پورته کیږي.

هغه ووئیل، اردن د فلسطیینانو لیدتوګه تکراروي  چې په اساس ئې دغه شان محدودیّتونه  د عباد په آزادۍ  د حملو ښودنه کوي.

صهیونیسټي پوځیانو د تیر کال د  اکتوبر  له اومې نیتې راهسې دالاقصی جومات کلابندۍ سخته کړې ده  او د طوفان الاقصی له عملیاتو څخه  په پنځو میاشتو تیریدا سره سره  او دغه راز د روژې د مبارکې میاشتې له پیلیدا سره په یووخت ،الاقصی جومات ته د  ټولو فلسطینیانو  د ورتلو مخه نیسي.صهیونیسټي پوځیانو  د روژې د مبارکې میاشتې  په لومړۍ شپه  د الاقصی جومات  په دروازو کې  یو لړ محدودیّتونه اعمال کړي دي او یوازې  هغو فلسطنییانو ته د واریدیدا اجازت ورکوي، او دغه  جومات ته واریدیدلی شي،څو دتروایح لمونځ قایم کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4204915

captcha