IQNA

په انګلستان کې دې د مسلمانانو په ضد نفرت خورونې ختمې شي

13:57 - March 12, 2024
د خبر لمبر: 3488866
په انګلستان کې د ترهه ګرو حملو ډیرو قربانیانو په یوه پرانیستي او ګډ لیک کې په دغه هیواد کې د مسلمانانو په ضد د نفرت خورونو د ختمیدا غوښتنه وکړه.

زمونږخبریال  د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،په انګلستان کې د ترهه ګرو  حملو څه دپاسه ۵۰قربانیانو یو  ګډ او پرانیستي لیک  لاسلیک کړی دی  چې په هغه کې  د مسلمانانو په ضد د نفرت  دخورونې د ختمیدا غوښته شوې ده.

داپه داسې حال کې دي چې  د ځاي ټولنو وزیر مایکل جوف په راتلونکو څو ورځو کې د افراط پالنې  د نوی رسمي تعریف  د وړاندې کولو لپاره ځان تیاروي.

د اې بی آئي  میډیا   راپور ورکړی،  په انګلستان کې  دترهه ګرو حملو قربانیانو خبرداری ور کړی دی، چې  د ځینو سیاستوالانو له خوا  دبې مسؤلیته اوج  دا دی چې  مسلمان شونه  له افراط پال  شونې سره  یوه ګڼي.

 ددغه لیک په یوې برخې کې راغلي دي،هغه ترټولو مهم کار چې ئې ترسره کولی شو،دا دی چې افراط پال او ترهه ګر د انګلستان د مسلمانانو له غوڅ اکثریّت څخه چې په دغه شان تاؤتریخوالو افسوس کوي،جلا کړو.

 ددغه لیک  په لاسلیک کونکو کې په انګلستان او درستې نړۍ کې په ترهه ګرو حملو کې د وژل شوو  کسانو خپلوان او ټپيان  شمال دي.

 https://iqna.ir/fa/news/4204937

captcha