IQNA

د افغانستان طالبان وائي رسندوئي فعالان دې ږیرې وساتي

14:57 - February 21, 2024
د خبر لمبر: 3488762
ایکنا- د افغانستان د طالبانو دحکومت یوه مسئول مقام د تصویرونو اخیستو او ږیرې خرییل هم فساد وباله او ویې ویل چې له دې کارونو دې ډډه وشي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د رسندویو له راپور سره سم  پر رسنیو د قیوداتو په دوام کی د طالبانو د د دعوت او ارشاد عمومي رییس محمد هاشم شهید ورور د رسنیو له کارکوونکو غوښتي، چې هم له عکس اخیستلو لاس په سر شي او هم دې نور خپله ږیرې پریږدي.هغه دا دواړه کارونه ګناه کبیره  ګڼلي دي.

شهید ورور تر دې مخکې د نېکټايۍ پر اچولو هم نیوکه کړې وه.

دغه طالب مقام د تصویرونو اخیستو او ږیرې خرییل «فساد» هم وګڼل او ویې ویل چې له دې کارونو دې ډډه وشي.

هغه نه دي ویلي، چې د دې کار د دوام په صورت کې به دوی له رسنیزو کارکوونکو سره څه کوي؟

څو ورځې مخکې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین په یوه لیک کې خپلو لاس لاندې چارواکو ته امر وکړ، چې د خپلو رسمي او غیر رسمي غونډو له عکس او ویډیو اخیستلو ډډه وکړي.

  https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146526

captcha