IQNA

"ورو ورو نسل وژنه"؛ د آسیا فورم له نظره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د هزاره اهل تشیع وضعیت

15:00 - August 07, 2023
د خبر لمبر: 3487753
ایکنا – (کابل) د بشري حقونو او پراختیا لپاره د آسیا فورم مجمع (FORUM – ASIA) په یوه بیانیه کې ویلي چې افغان هزاره شیعه د یوې مذهبي ډلې په توګه، د "ورو ورو نسل وژنې" له جدي خطر سره مخ دي.

 د ایکنا د راپور له مخې، د بشري حقونو دغه بنسټ د جمعې په ورځ په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د داعش او طالبانو په څېر ډلو له خوا دا ډول ګواښ  په افغانستان کې هزاره اهل تشیع ته متوجه دی.

دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د هزاره اهل تشیع د خوندیتوب لپاره د سمدستي او همغږي نړیوالو اقداماتو غوښتنه کړې.

د بشري حقونو او پراختیا لپاره د آسیا فورم په یوه بیانیه کې ویلي چې "د افغانستان شیعه ټولنه -- چې اکثره غړي یې هزاره دي -- د طالبانو له خوا له سیستماتیک تبعیض، هدفي بریدونو، څنډې ته کولو، ځورونې او سختو بندیزونو سره مخ دي."

دې بنسټ زیاته کړې چې "طالبانو د اهل تشیع او هزاره وو د مذهب او عقیدې پر آزادۍ بندیز لګولی دی." سربېره پردې، طالبان په ټول افغانستان کې د شیعه هزاره وو د جبري بې ځایه کېدو او ورکېدو، له بشردوستانه مرستو څخه د دوی محرومیت او همدارنګه په ټول افغانستان کې د ملکي وګړو د خپلسري نیولو او غیر قانوني وژنو مسئول دي.»

دغه بنسټ په افغانستان کې د محرم په ماتم باندې د طالبانو د محدودیتونو او په دغه هېواد کې د شیعه عزادارانو پروړاندې د دغې ډلې د ځواکونو له تاوتریخجن چلند ته په اشارې سره لیکلي چې طالبانو په ماتم کوونکو حمله وکړه او پر هغوی یې ډزې وکړې چې له امله یې یو شمېر کسان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

د بشري حقونو او پرمختګ لپاره د آسیا فورم مجمع، د محرم په لسیزه کې د طالبانو بندیزونه او پر هزاره اهل تشیع باندې د دغې ډلې د ځواکونو حملې، د اهل تشیع پر وړاندې د «ځپلو» په توګه ګڼلی دی، چې اهل تشیع یې تر اغیزې لاندې راغلي دي.

"په تېرو دوو کلونو کې ۷۰۰ هزاره اهل تشیع وژل کېدل او ټپیان کېدل"

د بشري حقونو او پرمختګ لپاره آسيا فورم مجمع په خپله اعلاميه کې ويلي، له هغه راهيسې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړی، تر اوسه ۷۰۰ هزاره شيعه ولسي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د اهل تشیع د شخصيه احوالو د قانون لغوه کول، د افغانستان په پوهنتونونو کې د جعفري فقهې پر تدریس بندیز، د افغانستان له ملي کلیزې څخه د عاشورا د رسمي رخصتۍ لرې کول او د محرم په لسیزه کې د ماتم محدودول، د طالبانو په واکمنۍ کې د د اهل تشیع د حقونو د ځپلو له مواردو څخه ګڼلي دي.

دغه بنسټ د «هولوکاسټ د یاد موزیم» د راپور په حواله ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د جولای له میاشتې راهیسې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، ۲۵ زره افغان هزاره اهل تشیع د طالبانو له خوا له خپلو پلرني ټاټوبو څخه په زوره بې ځایه کړل شوي دي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، د طالبانو د مداخلې له امله هزاره شیعه همدارنګه د نړیوالې ټولنې له بشري مرستو بې برخې شوي دي.

په تېرو شلو کلونو کې پراخ ترهګریز بریدونه، په تېره بیا په دوو کلونو کې چې د طالبانو ډله په واک کې ده، د دې لامل شوی چې د بېلا بېلو هېوادونو پارلمانونه په افغانستان کې د هزاره وو د نسل وژنې په اړه بحثونه وکړي او د دې جنایت د رسمیت پېژندنې لپاره هڅې زیاتې شي.

https://fa.shafaqna.com/news/1625738

captcha