IQNA

د اسلامي نړۍ نامتو عالمان/ ۲۵

په ترکي استانبولي ژ به کې د قرآنکریم ژباړې ته یوه کتنه

15:29 - August 02, 2023
د خبر لمبر: 3487727
ایکنا – (ترکیه) په ترکي استانبولي ژبه کې ډېری ژباړې په ترکیې کې دننه او بهر کې خپرې شوې دي او ډېری دا ژباړې د لغوي ژباړو په پرتله، چې په تېرو وختونو په ځانګړې توګه د عثماني دورې په وخت کې عامې وې، پرمختللې طریقې لري.

په تېرو سلو کلونو کې په ترکیه کې په ترکي استانبولي ژبه د قرآنکریم شاوخوا ۹۰ ژباړې خپرې شوې دي، چې له دې جملې څخه کابو ۷۰ ترجمې له ۱۹۵۰ کال راهیسې، یعنې شپېته کاله وړاندې شوې دي او پاتې نورې یې له 1900 څخه تر 1950 کلونو پورې اړوند دي.

ډېری دا ژباړې د کلمه په کلمه (لغوي) ژباړو په پرتله چې په تېرو وختونو په ځانګړي توګه د عثماني دورې پرمهال شتون درلود خورا پرمخللي طریقې لري. د عثماني دورې اړوند د پاتې کتابونو او نسخو د راپور له مخې، شاوخوا 30 ژباړې کلمه په کلمه (لفظي) شوي دي.

تر ټولو مهمه ستونزه چې په ټولو پخوانیو او نویو ژباړو کې شتون لري، د قرآن په ژباړه کې د اهل بیت (ع) او شیعه سرچینو څخه نه کار اخیستل دي. پرته له یوه ترکي ژباړونکي څخه، د دوی بل هېڅوک شیعه نه وو او د شیعه تفسیرونو او سرچینو ته یې لاسرسی نه درلود.

یوازی استاد "عبدالباقي ګلپنارلي" چې په معاصره زمانه کې د ترکیې یو له مشهورو علمي او ادبي شخصیتونو څخه دی، شیعه دی چې هغه هم د شیعه علمي مرکزونو په اړه د معلوماتو نه درلودو او د نورو ذهبونو په فکری فضا کې د شتون له امله، په خپلې ژباړې کې د اهل بیت (ع) له معارفو او له شیعه سرچینو څخه  لږ کار اخیستی دی. له همدې امله، په ترکي ژبه د قرآنکريم ژباړلو ته ډېره اړتيا ده، چې پکې د شيعه تفسيرونو او د اهل بيت (ع) له روايتونه څخه کار اخیستل شوی وي.

حجت الاسلام والمسلمین مرتضی ترابي په ترکي استانبول ژبه کې د قرآنکریم یو له هغو ژباړونکو څخه دی، چې هڅه یې کړې، په خپله ژباړه کې له شیعه تفسیرونو څخه په ځانګړې توګه د تفسیر صافي، تفسیر شبر او د بشپړ تفسیر لکه مجمع البیان کې کار واخلي. پر دې اساس که د يوه آيت په ژباړه کې بېلابېلې معناوې څرګندې شوي، نو د اهل بيتو (ع) د روايتونو پر بنسټ يوه معنا غوره شوې. له دې سربېره، د تفسير په برخه کې هم د شيعه معارفو او د پاکو امامانو (ع) ويناوې په پاک کې نيول شوي دي.

د دې ژباړې بله ځانګړنه، د "قرآن د اهل بیت (ع) له نظره" تر سرلیک لاندې د سریزې لیکل دي، چې په هغه کې بېلابېل موضوعات لکه، د اهل بیت (ع) او قرآن تر منځ اړیکه، د قرآن تدريس او زده کړه، لوستل او آداب یې، د قرآن معجزه د قرآن اعجاز، د قرآن نازلېدل او راټولول یې، د قرآن بشپړتيا او له تحریف څخه د قرآن مصئونیت.

کلیدي ټکي: د قرآن ژباړه، په ترکي ژبه د قرآن ژباړه، د اهل بیتو احادیث

captcha