ایکنا د پارس ټوډي په حواله راپور ورکوي چې، د بحرین شیعیانو په منامه کې د بحریني شیعیانو په شتون سره، د امام حسین علیه السلام د شهادت د شام غریبان دستورې ترسره کړې .
د بحرین ګڼ شمېر خلکو او عالمانو په دغو دستورو کې ګډون وکړ او د فلسطین له ایډیال په ملاتړ کې د صیهونیسي رژیم په بیرغ تیر شول.
په ټول ایران کې د امام حسین علیه السلام مینوالو او عزادارانو د عاشورا د ماښام یعني د شامِ غریبان مراسم ترسره کړل . د عاشورا په ورځ د امام حسین علیه السلام او د هغوی د وفا دارو یارانوله شهادت وروسته، د محرم د لسمې ورځې دروند ماښام یا شامِ غریبان، د هغه حضرت د کورنۍ او ماشومانو او اسیرانو د یوازیتوب اوکړاوونو یادونکی دی، کومو چې دغه درنده شپه د کربلا د بیابان په تیاره کې تېره کړه.