IQNA

د پاکستان شیعه مسلمانانو د قران سپکاوی وغانده

13:13 - July 29, 2023
د خبر لمبر: 3487700
ایکنا – (پاکستان) د پاکستان په پنډۍ کې د حضرت امام حسین علیه السلام ماتم کوونکو په ځینو اروپايي هېوادونو کې د قرآنکریم د سپکاوي په غندلو سره، د سویډن په بایکاټ کولو ټینګار وکړ.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله راپور ورکوي چې پنډۍ کې د حضرت امام حسین علیه السلام ماتمیانو د قرآنکریم په لاس کې نیولو سره په سویډن او ډانمارک کې د قرآنکریم د سپکاوي پرضد مظاهرې وکړې.

په دغو مراسمو  کې ګډون کوونکو ټینګار وکړ چې د ډنمارک او د سویډن حکومتونه باید د خپلو غیر اخلاقي او د غیر انساني اقداماتو ځواب ورکړي، ځکه چې هېڅ مسلمان نشي کولای حتی د انجیل  او د تورات او نورو په شان د کوم سپېڅلي کتاب یا د دین د سپکاوي فکر وکړي.

هغوې وویل چې اسلامي نړۍ نور قرآنکریم ته د سپکاوي د دوام په هکله چپتیا ونه کړي او د قرآن مجید د عزت لپاره سره  متحد شي.

د پاکستان ګڼ شمېر ښځو او ماشومانو هم د حضرت امام حسین علیه السلام د ماتم په مراسمو او د قرآن د سپکاوي د غندلو په مظاهرو کې ګډون درلود.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i136284

captcha