IQNA

د قدس ورځ،مقاومتي چورلیز او صهیونیستي رژیم د نسکورېدو په درشل کې (مقاله)

16:58 - April 14, 2023
د خبر لمبر: 3487184
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله عمومي مشر سید حسن نصرالله د قدس د ورځې په مناسبت په وینا کې وویل: په کورنۍ، سیمه ایزه او نړیواله کچه رامنځته شویو بدلونونو ته په کتو، صهیونیستي رژیم د ۱۴۴۴ هجري قمري کال په قدس کې له یوې بې سارې دورې سره مخ دی، چې د دغه رژيم د ژورو ناورینونو ښکارندويي کوي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،صهيونيستي رژيم په كورنۍ كچه له تېرو وختونو څخه، له يو لړ تفرقې سره مخ وو، چې نن ورځ زياتې ژورې شوې دي. په اشغال شویو سیمو کې داخلي جوړښتونه خورا ډېر شول او په اشغال شویو سیمو کې سخت دوه قطبي حاکمیت شتون لري. په اسرائیلو کې سیاسي جوړښت د سخت یهودیت په لور روان دی. په داسې حال کې چې دغه رژیم د بقا لپاره، له بهرنیو دښمنانو سره جګړې ته لومړیتوب ورکړی، خو د اسرائیلو شته ګواښ له دننه څخه دی.

له نژادي تفرقې سربېره، سیاسي او حتی امنیتي انحراف هم اوج ته رسېدلی او د صهیونیستي رژیم چارواکي یې د دې رژیم د نسکوریدو په اړه اندېښمن کړي دي، دا په داسې حال کې، چې د مقاومت محور په خپل منځ کې دننه د مثبتو پرمختګونو لکه: یووالی او انسجام، د ډلو پراخېدل، د مخنیوي پیاوړتیا او د خلکو ملاتړ ډېرولو شاهد دی.

په همدې تړاو، سید حسن نصرالله د دې په بیان سره چې، سږ کال د مقاومت محور د تېرو کلونو له ستونزو څخه، په بریالیتوب او په واک او یووالي سره وتلی دی زیاته کړه، صهیونیستي رژیم له ژورو کورني ناورینونو سره مخ دی، چې د دغه رژیم په ۷۵ کلن تاریخ کې ساری نه دی لیدل شوی.

په سیمه ایزه کچه، یو بل مهم پرمختګ د اسلامي هېوادونو په اړیکو کې بدلون دی. د ایران او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې، چې په سیمه کې دوه ستر قدرتونه دي، بیا پیل شوې، چې د مقاومت پر دریځ هم اغیز کوي. په یمن کې جګړه د پایته رسېدو په حال کې ده او د مقاومت د یوه مهم غړي په توګه پر انصارالله فشارونه هم کم شوي دي.

همدارنګه له سوريې سره د سعودي عربستان او ترکيې په ګډون، د سيمې د ځينو هېوادونو دښمني هم کمه شوې ده او دغه پرمختګ به پر مقاومت هم مثبته اغېزه وکړي.

سید حسن نصرالله په دې باور دی: د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل کول به د اسلامي امت ترمنځ د فتنې او کورني کشمکشونو دروازې وتړي،دا هغه موضوع ده چې صهیونیستي دښمن پرې حساب کړی دی.

په بل عبارت، ویلای شو چې د قدس نیواکګر رژیم په هماغه اندازه چې د خپلو کورني کړکیچونو د ژورېدو شاهد دی، همدارنګه د خپلې یوې مهمې بهرنۍ تګلارې د ناکامۍ، یعنې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د نفاق اچولو شاهد هم دی.

په نړيواله کچه، د لوېديځې آسيا په سيمه کې د امريکا د حضور او رول د کمولو مهم بدلون او په دې سيمه کې د چين پياوړی رول، د امريکا د يو اړخيزتوب د زوال ښودنه کوي. د لبنان د حزب الله عمومي منشي په دې اړه وویل: نړۍ د څو قطبي نظام د رامنځته کېدو په لور روانه ده، چې د امریکا د یو قطبي تسلط د ختمولو سبب به شي. هر څومره چې د امریکا په مشرۍ یو قطبي نظام کمزوری شي، د صهیونیستي رژیم پر دریځ به هم اغیزه وکړي، ځکه واشنګټن د دغه نیواکګر رژیم ترټولو مهم ملاتړی دی .

وروستی ټکی دا چې؛ د ۱۴۴۴ م کال د قدس ورځې لاریون د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې صهیونیستي رژیم نه یوازې د پراخو سیاستونو د ناکامۍ او له سیاسي انزوا څخه د وتلو شاهد دی، بلکې باید په مختلفو ډګرونو کې د خپل وجود د بقا او ساتلو لپاره مبارزه وکړي.

بې له شکه، دا اوسنی حالت د فلسطین د ملاتړ لپاره د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه، د قدس د ورځې په نومولو کې د امام خمیني (ره) د ستراتیژیک اقدام پایله ده.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i131222

captcha