ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د اسلام د ګران پیغمبر(ص) او دحضرت امام جعفرصادق(ع) دنیکمرغه میلادپه مناسبت د وحدت اونۍ ترسره کیدا د اهل تشیَع او اهل تسنن په مشترکاتو او د اسلامی مذهبونو ترمینځ دوحدت او یووالي د لارو چارو پر ارزونو د تمرکز لپاره مناسب فرصت دی،ځکه چې د اسلام پاک دین دښمنان تل خپلو سپيرو موخو ته د رسیدا لپاره د مسلمانانو ترمینځ تفرقې او درز ته په لمن وهلو پسې دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د بوشهر ولایت د اهل سنت د فتواګانو دشورا دپلاوي مشراو اهل سنت د دیني مدرسو د پلانونې د شورا غړي او کنګان ولسوالۍ د اهل سنت د جمعې امام شیخ خلیل افرا د مسلمانانو د وحدت اوی ووالي د اونۍ یعني د وحدت داونۍ په باب داهل سنت داعتقاد په باب ایکناخبری آژانس ته ووئيل،داهل سنت له نظره، دمسلمانانو وحدت او اخوَت یوه ضروري چاره ده ،بلکې د ورځې د ضرورت په اساس واجبه چاره ده او په دې اړه د مونږ استناد هم دقرآن کریم په آیتونو او د اسلام د ګران پیغمبر(ص) په پاکو فرمایشاتو باندې دی . خداوندمتعال مومنانو ته په څه دپاسه اتیاؤ آیتونو کې فرمائي ، يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا» یعنی ائ هغو کسانو چې په خداي او پیغمبر مو ایمان راوړی دی اودا دواړه مو تصدیق کړي دي. له مومنانو مقصد هغه کسان دي چې اهل قبله دي او درست اسلامی مذهبونه پکې شاملیږي.
شیخ خلیل افرا دغه راز ووئیل مسلمان هغه څوک دی چې «لا إله إلا الله، محمد رسول الله» پر ژبې ووائي،مسلمان دی او باید هغه کافر ونه بلل شي. پیغمبر اکرم هم فرمائي؛ «كُلُّ اَلْمُسْلِمِ عَلَى اَلْمُسْلِمِ حَرَامٌ دَمُهُ وَ مَالُهُ وَ عِرْضُهُ وَ اَلْغِيبَةُ تَنَاوُلُ اَلْعِرْضِ؛ دمسلمان پر هرشي باندې تیری پر مسلمان حرام دی ،دهغه وینه د هغه مال او عزت او دعزت په نسبت تیری غیبت دی. هغه ووئيل مشهور آیتونه هم په قران کریم کې شته چې دنړۍ درست مسلمانان په تبیره بیا اهل تشیع اواهل تسنن ورباندې استناد کوي، د آل عمران سورې یوسل دوهم او یو سل دریم آیتونه دي چې فرمائي؛ «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ؛
د ایران دبوشهر ولایت د اهل سنت دغه لوړپوړي دیني عالم او دجمعې امام همداراز په دوام کې د وحدت په مناسبت ووئيل،په قرآن کریم کې دخداوندمتعال فرمایشات د وحدت لومړنی جارچي دي او د وحدت دوهم جارچي هم داسلام ګران پیغمبر دی، کله چې پیغمبر اکرم(ص) له مکې د مدینې په لور هجرت وکړ، نو داصحابو،اهل بیت، او مهاجرانو او انصارو ترمینځ ئې اخوت اووحدت رامینځةکړ.
دوستانو د اسلامی وحدت او د اسلامی مذهبونو ترمینځ دنزدیکت داړتیا په باب د اهل سنت له دغه لوړپوړي دیني عالم سره د ایکناخبری آژانس شوي بشپړ مرکه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.