IQNA

د اسلامي ایران د بریالیتوب راز د شیعه او د سني وحدت دی

16:22 - October 09, 2022
د خبر لمبر: 3486306
ایکنا-(تهران)نن د یکشنبې ورځ د اکتوبر نهمه او د څوارلس سوه څلور څلویښتم هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د یوه روایت پراساس د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې کلیزه او د وحدت د اونۍ پیلیدل دي.

 ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په بیلابیلو برخو کښې د هیواد د بریالیتوب رمز د اهل سنت او د اهل تشیع ترمینځ وحدت وباله او ټينګار یې وکړ هم اهل سنتو او هم اهل تشیعو په سپیڅلي دفاع او داخلي پیښو کښې په وحدت او سرشیندنې سره پیاوړی ایران جوړ کړ.

نن د یکشنبې ورځ د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې نهمه او د څوارلس سوه څلور څلویښتم هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د یوه روایت پراساس د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې کلیزه او د وحدت د اونۍ پیلیدل دي.

اهل سنت د ربیع الاول د میاشتې دولسمه او شیعه مسلمانان د ربیع الاول د میاشتې اولسمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې کلیزه ګڼي.

د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه چې په خپله په اسلامي نړۍ کښې د وحدت جارچي او منادي و له دغه چارې د اسلامي ډلو د نږدې کولو او د اتحاد لپاره استفاده وکړه او د دغو دوو نیټو( د ربیع الاول د میاشتې له دولسمې څخه تر اولسمې نیټې) پورې واټن یې وحدت اونۍ ونوموله.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د اسلامي شورا په ننۍ ښکاره غونډې او له اجنډا څخه په مخکې وینا کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې په مناسبت په درستې نړۍ کښې ټولو مسلمانانو ته مبارکي وویله او د وحدت د اونۍ درنښت یې وکړ.

قالیباف زیاته کړه د وحدت اونۍ د اسلامي انقلاب او د ګران ایران د خدمت په لاره کښې د اهل تشیع او د اهل سنتو د یوزړه توب عیني ورایښت دی.

هغه وویل دغه وحدت مو په سپیڅلي دفاع او په کورنیو پیښو کښې تل لیدلی او په هغه ځاې کښې چې شتون، سرشیندنې او د شهید وړاندې کولو ته ضرورت و هم اهل سنت او هم اهل تشیع وتوانیدل د یوه بل په څنګ کښې ایران پیاوړی کړو.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف ټینګار وکړ د بریالیتوب راز په ګران ایران کښې د ټولو بیلابیلو فرقو وحدت او پیوستون دی.

قالیباف جوته کړه د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه په تعبیر د انګلستان شیعه او د امریکا سنیان د یوې قینچې دوې(۲) غاړې دي او دوې داسې عمل کوي چې مسلمانان له یوبل سره وجنګوي او دوې په حقیقت کښې اوبه د صهیونیسټ رژیم او د جنایتکارې امریکا په ژرندې کښې اچوي او دوې د اسلامي جمهوري نظام قسم خوړلي دښمانان دي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i122056

captcha