IQNA

د ایران دقرآن دنړیوالو سیالیو اود اسلامی نړۍد زده کونکو دقرآني سیالیو د اوم پړاؤ غوره کسان معرفي شول

15:35 - March 06, 2022
د خبر لمبر: 3485498
تهران (ایکنا) –د ایران د  اسلامی جمهوریت دسړیو او میرمنو په برخو کې د قرآن دنړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ  او دغه راز د انجونو او هلکانو په دوو برخو او د ټول قرآن کریم د حفظ  او تحقیق   قرائت په څانګو کې  د اسلامی نړۍ د زده کونکو د قرآنی چارو د نړیوالو سیالیو  اوم پړاؤ غوره کسان  معرفي شول .

ایکناخبری آژانس راپور ورکړ،سږکال ،د دولسو هلکانو او اتو انجونو پشمول شل زده کونکي،د قرآن د حفظ او قرائت  په څانګو کې د اسلامی نړۍ د زده کونکو دقران کریم د نړیوالو سیلایو  اوم پړاؤ نهائي مرحلې ته ورسیدل.

  په راپور کې وئيل شوي دي،د اسلامی نړۍ د زده کونکو د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو  داوم پړاؤ  نهائي مرحله  د کب د میاشتې له لسمې پيل شوي او تر څوارلسمې پورې ئې دوام درلودلی  او دا  په غیر حضوری او ویډیوئي لینک له لارې ترسره شوه .

   په دغو سیالیو کې  پر نورو چارو سربیره  د تحقیق قرائت په څانګې کې د  هلکانو په برخې کې د ایران داسلامی جمهوریت  امیر علی یادګاري لومړۍ لمبر ، د افغانستان  محمد صادق محمدي دوهم لمبر او  دجرمني علی طاها لطیفي  دریم لمبر ګټلی دی .

د ټول قرآن  په حفظ کې د هلکانوپه څانګې کې هم د بنګله دیش  صالح احمد تکریم لومړی لمبر ، دایران داسلامی جمهوریت  محمد رضا جعفر پور دوهم لمبر  او د ساحل عاج یا ایوري کوسټ  صوابراهیم هم دریم لمبر راغلی دی .

همداراز د تحقیق قرائت په څانګې کې د انجونو په برخې کې د ایران داسلامی جمهوریت مریم سبزه زاري لومړی لمبر ، دانډونیشیا  نادیه نور فاطمه دوهم لمبر  او د لبنان فاطمه سلامی  دریم مقام ګټلی دی . همداراز دټول قرآن دحفظ د انجونو  په برخې کې   هم زهرا خلیلی لومړۍ ، دتانزانیا اسماصالح دوهم او د ترکیې حمیره کنش هم دریم مقام ګټلی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4040487/برگزیدگان-

captcha