د افغانستان ولسمشرپه کابل کې په روغتون د حملې په غبرګون کې وویل کله چی د افغان ملت په یوه برخه حمله کیږی نو هغه هم له هماغې برخې سره اړه لری او نن هم اشرف غنی هزاره او شیعه دې .
افغان ولسمشر له کابل روغتونه د کتنې په وخت وویل د افغانستان ملت یو واحد ملت دې او هیڅ افغانستانی له بل افغان بره ندې ، که ترهه ګرې ډلې فکر کوی چی افغان ملت له یوه بل جلا کولې شي او یا د درز په رامینځته کولو سره مونږه د یوه بل په وړاندې راوستلې شی ، نو دا ارزو به ګور ته یوسي .
افغان ولسمشر دې ته په اشارې سره چی امنیتی عسکرو ته یې حکم ورکړی دې چی خپل پوځی حالت له دفاعی ، یرغلیز حالت ته بدل کړی ، زیاته کړه په روغتون حمله د اسلام د سپیڅلی دین د تعلیماتو په اپوټه او د یرغل ګرو نه بخښونکی جنایت ، وحشت ، ګناه او ګمراهۍ ښودنه کوی .
د کابل د میرمنو په روغتون د وسله والو یرغلګرو په حمله کې د میرمنو او نوزیږو په شمول ۲۴ کسان مړه او ۱۶ نور ژوبل شول .
د داعش ترهه ګرې ډلګۍ د دغې حملې پړه پرغاړه اخیستی ده .