iqna

IQNA

بچوې
داعش
ایکنا-(تهران) د ایران د شیراز پشمول د فارس ولایت په لکونو خلکو د احمد بن موسی شاهچراغ د غمیزې د شهیدانو د جنازو دستورې  د شیراز  له امام حسین چوکه پيل کړي او د حضرت شاهچراغ حرم ته په رسیدو سره پاي ته ورسیدې  او د شهیدانو په یاد کې ئې ویر او ماتم وکړ.
د خبر لمبر: 3486380    خپرونې تاریخ : 2022/10/29

ایکنا-(تهران) دتهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام حاج علی اکبری د نهج البلاغې ۱۷۶خطبې په استناد سره دکلامي اوزباني  تقوا اهمیّت ته په اشارې سره  ووئيل ، امام علی علیه السلام  فرمائي ؛که انسان بریالی شي،خپله ژبه کنټرول کړي او دخپل ګفتار مدیریّت وکړي او په تقوا ئې ښکلی کړي،نو هغه مهال  له تقوا په نورو ډګرونو کې  استفاده کوي  او که داسې نه وي ،نو په ژبې تقوا  دانسان دتقوا درسته حوزه له خطرې سره مخامخ کولی شي.  
د خبر لمبر: 3486378    خپرونې تاریخ : 2022/10/28

ایکنا-(تهران)د تهران پشمول د ایران درست ولس په میلیوني لاریونونو کې د شیراز د حضرت احمد بن موسی  شاهچراغ زیارت دبوږنونکي پيښې د شهیدانو  له کورنیو سره دخواخوږۍ په څرګندولو سره  دایران  د اسلامی  نظام له د ښمنانو خپله جدي کرکه اونفرت یو ځل بیا نندارې ته وړانډې کړ.؛
د خبر لمبر: 3486377    خپرونې تاریخ : 2022/10/28

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: په شیراز کښې د حضرت احمد بن موسي علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې د بې رحمانه جنایت عاملان به یقینا سزا شي.
د خبر لمبر: 3486376    خپرونې تاریخ : 2022/10/28

ایکنا-(تهران)د ایران اسلامی جمهوریت چې په تیرو څو لسیزو کې  ئې له داخلی جنګ او بهرني نیواک سره دافغانستان په مخامخیدنې کې تل ددغه هیواد د ولس د ګټو پر تامینولو ټينګار کړی دی ،په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کار په پیلیدا سره ئې،د ټولو قومونو په مشارکت سره د ټولشموله حکومت جوړیداله سیاسی ،اقتصادي او امنیتی ترینګلتیاؤ او بحرانونو څخه ددغه هیواد د وتلو یوازینۍ لاره معرفی کړې ده.
د خبر لمبر: 3486284    خپرونې تاریخ : 2022/10/03

د افغانستان په سلګونو ښځو او انجونو زده کونکو دکابل په لویدیځ کې په دشت برچي سیمې کې په مظاهرې جوړولو سره،د هزارګانو به ضد د هدفمنو ترهه ګرو حملود دریدا او د انصاف غوښته وکړه.د طالبانو دحکومت امنیتی مامورانو په ډزو او  وهلو ټکولو سره  دغه مظاهره په سخته وځپله.
د خبر لمبر: 3486277    خپرونې تاریخ : 2022/10/02

ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مرستیال محمد اکبري پرون ددغه هیواد دطالبانو د موقته حکومت له مرستیال مشرمحمدعبدالکبیر سره په کتنې کې د افغانستان د اهل تشیّع  نظرونه اومشکلات بیان کړل .
د خبر لمبر: 3486262    خپرونې تاریخ : 2022/09/24

ایکنا-(تهران) د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي  پرون ناوخته  دتهران په مهرآباد  هوائي ډګر کې له نیویارکه دبیرته ستنیدا په وخت ووئيل،ددښمنانو هلې ځلې ناکامې شوې او  د ایران د ملت چغه او د مظلومیّت آواز د درستو نړیوالو غوږونو ته ورسید.
د خبر لمبر: 3486261    خپرونې تاریخ : 2022/09/24

ایکنا-(تهران) دپاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ددیني عالمانو غونډه په داسې حال کې ترسره شوي،چې په تیر یوه کال کې د پاکستان پوله ساتونکی او طالب ځواک په کرتو سره ښکر په ښکر شوي دي.
د خبر لمبر: 3486249    خپرونې تاریخ : 2022/09/20

ایکنا-(تهران)په امریکا کې د ۲۰۰۱کال د ستمبر د یولسمې  نیټې له پيښې یویشت کاله وروسته ، په دغه هیواد کې له اسلامه د ویرولو پروسه ، هماغه راز مخ په وده  ده او دځينو حکومتی اورګانونو له خوا ئې  مرسته کیږی.
د خبر لمبر: 3486218    خپرونې تاریخ : 2022/09/13

ایکنا-(تهران) د حسینی اربعین دشپو ورځو په رانزدیکیدا سره د عراق رسندویو  په کربلا ولایت کې تر دې دمه د څه دپاسه پنځه میلیون زیارتوالو د شتون خبر ورکړی او د ټرانسپورټ په زیمنې کې له موجوه کمښتونو سره سره ، عراق ته د زیارتوالو واریدیداهماغه شان دوام لري.
د خبر لمبر: 3486198    خپرونې تاریخ : 2022/09/10

ایکنا-(تهران)د افغانستان په کابل کې د روسیې له سفارت سره نزدې په یوې ترهه ګرۍ  چاودنې کې چې ځينو سرچینو ځان مرګی بریدبللی دی ،لږترلږه شل کسان وژل شوي او نور په لسګونو ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3486182    خپرونې تاریخ : 2022/09/05

ایکنا-(تهران) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر بامیان سیمه په افغانستان کې دبیلابیلو تمدنونو د ژوندیو شاهدانو په توګه یاد کړه او په ساتنه کې ئې دطالبانو په جدي ملاتړ ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3486180    خپرونې تاریخ : 2022/09/04

ایکنا-(تهران)د ملګروملتو د کډوالو د نړیوالې ادارې مسئولان وايي ۵۹سلنه افغانان په نړیوالو بشري مرستو خپل‌ ژوند تامینوي.
د خبر لمبر: 3486175    خپرونې تاریخ : 2022/09/03

ایکنا-(تهران)په ملګرو ملتونو کې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې ویلي چي طالبان بایدپه افغانستان کې د ټولو قومیتونو په شمول د ټول ګډون حکومت د جوړلو لپاره د نړیوالې ټولنې د پرلپسې غوښتنو ځواب ورکړي.
د خبر لمبر: 3486160    خپرونې تاریخ : 2022/08/30

ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعیانو د ټولنې د غوښتو تعقیبونکي کمیشن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستاند شیعیانو حقوقو او  ددغو حقوقو د په رسمیّت پيژندنې ته دطالبانو دحکومت د توجه غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486116    خپرونې تاریخ : 2022/08/17

ایکنا-(تهران)دایران د خارجه وزارت ویندوي ووئيل،په افغانستان کې روان ناوړه حالت د امريکا د غيرقانوني کړنو پايله ده.
د خبر لمبر: 3486108    خپرونې تاریخ : 2022/08/15

ایکنا-(تهران)د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنې کې له ایران سره داقتصادي مبادلاتو د زیاتولو په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3486099    خپرونې تاریخ : 2022/08/12

ایکنا-(تهران)د افغانستان په مزارشریف کې د محرم  الحرام په شپو ورځو کې مرثیې او  ماتم ډير په پرتم سره ترسره کیږي او دامام حسین علیه السلام په زرګونو مینه وال دیوه بل ترڅنګ  دکربلا دشهیدانو یاد لمانځي اوویر او ماتم کوي .
د خبر لمبر: 3486070    خپرونې تاریخ : 2022/08/06

ایکنا-(تهران) په خبرتیا کې د لازیاتو جزیاتو په باب وئیل شوي دي، په تیرو درو ورځو کې تکفیری صهیونیسټي داعش یانو په حسینی ویرجنو  کې د څو ترهه رو عملیاتو  نیّت درلود.
د خبر لمبر: 3486066    خپرونې تاریخ : 2022/08/04