ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،حجت الاسلام رفیعي وویل: د د موجوداتو عالم لوړې او هسکې، ارامښت او زلزله لري. د قران شریف د ایتونو له مخې حضرت ایوب ع، حضرت یحیی ع او حضرت زکریا ع زیات کړاوونه ګاللې لیکن صبر او زغم نه کار اخیستي دي.
حجت الاسلام رفیعي د خپلو وېناو په یوه بله برخه کې د قرآن شریف یو ایت ته اشاره وکړه، وویل: متعال خدای پیغمبر ص ته فرمایی: ته له مړو سره خبرې نه شي کولای، دلته ځینو استدلال کوي چي د متعال خدای هدف هغه انسانان دي چي زړونه مړه دي.
هغه د دې په بیانولو چي متعال خدای په قران کریم کې فرمایي: هر یو کس چي نېک عمل وکړي هغه ته پاکه ژوندانه ورکوو یعني د هغه زړه ور ژوندی کوي، زیاته کړه: امیرالمومنین حضرت امام علی علیه السلام قرمایي: ځینې ګرځنده مړي دي، مخونه یې د انسانانو دي لیکن زړونه یې د حیوانات دي، د هغوی حیات حیواني دی.
په قرآن کریم کې حیات د قیامت په معنا راغلې ده، قرآن شریف فرمایي: په اخرت کې ځینې خلګ وایي کاشکې د خپل حیات لپاره له مخکې مو یو څه استولې وای.
حجت الاسلام رفیعي د دې په بیانولو چي متعال خدای په قرآن کې حضرت نوح ع حضرت ابراهیم ع او رسولانو ته سلام ویلي، متعال خدای مړو ته سلام نه وایي، دا په دې معنا ده چي هغوی په برزخ کې ژوندي دي، زیاته کړه: د بدر له جنګ وروسته، پیغمبر اکرم ص د دښمن له مړو سره، خبرې کولې او ورته ویل یې چي ایا الهي وعده مو ولیده، ځینو اعتراض وکړ چي ایا له مړو سره خبرې کېدایشي. پیغمبر ص په ځواب کې وفرمایل چي اوس هغوی له تاسو نه ښه زما په خبرو پوهیږي.
د اخلاقو دغه استاد په نهج البلاغه کې ۱۳۰ حکمت ته په اشارې سره، جوته کړه: په صفین جنګ کې حضرت علي کوفې ته د راستنېدو پر مهال د هدیرې مخې ته دریږي او مړو ته مخ اړوي او فرمایي: اې د یوازیتوب او د حشت د ټاټوبې اوسېدونکو که زما نه خبر غواړي، درې خبرونه درته لرم، ستاسو په کورونو کې نور خلګ ژوند کوي، ستاسو شتمني وېشل شوي او مېرمنې مو هم خپل ژوند کوي.
بیا علی علیه السلام د اصحابو په لورې لارل او وفرمایل: که متعال خدای دغو مړو ته د خبرې د کولو اجازه ورکړي، دوی ټوله به ووایي چي دلته یوازې تقوا او حوصله زمونږ په درد خوري.