ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ، د اردن د اسلامی امورو او مقدساتو وزیر محمد الخلایله په دغو دستورو کې په خپلې وینا کې ووئيل، د اردن دقرآن کریم الهاشمي نړیوالو سیالیو په یو دیرشم پړاؤ کې د ۴۸ هیوادونو ۴۹سیالي کونکي قاریان او حافظان ګډون کوي چې د قرآن کریم د حفظ اوتلاؤت په برخو کې سره سیالۍ کوي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې دغه قرآني پيښه د وحي کلام او تلاؤت ته داردن د خلکو او حکومت د لیوالتیا او ددغه آسماني کتاب یادونې او زده کړې ته د توجه ښودنه کوي، هیله وښودله چې دغه سیالۍ د اسلامی نړۍ او د غزې د اوسیدونکو لپاره یو ښه پیل شي.
محمد الخلایله په دوام کې ددغو سیالیو د ترسره کیدا موخه ،د یوه سم کړچار په توګه په ژوند کې د وحي د کلام د ارزښتونو او فضیلتونو سسټماټيک کول او دقرآني فرهګ خوریدا وبلله.
د اردن د اوقافو وزیر په پاي کې هغو شرائطو ته په اشارې سره چې اسلامی امت په تیره بیا دغزې تړانګې مظلوم خلک ورسره مخامخ دي ، ټينګار وکړ، د اردن حکومت او ولس په ټول توان سره د فلسطین د ملت ترڅنګ ولاړ دي او غزې تړانګې ته د انسان دوستۍ د مرستو در سولو او ددغې سیمې د اوسیدونکو د ترینګلتیاؤ او ظلمونو دختمولو او د فلسطین د آئيډئيل د ساتلو لپاره هڅه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4207915