ایکنانیوز د ډویچه ویلې له قوله راپور راکړ،په وروستیو کلونو کې په اسلامی او غیراسلامی هیوادونو کې د روژې د مبارکې میاشتې په روژماتو او نورو جشنونو کې له ګډون څخه د غیر مسلمانانو هرکلی زیات شوی دی.
په غیر مسلمانانو کې له هندوانو،مسیحیانو او یهودیانو رانیولې د نورو دینونو او مذهبوو تر پيروکارو پورې زیاتره کسان د مسلمانانو د روژماتي په دسترخوانونو باندې حاضریږي او کله کله هم پخپله روژه ساتي او د مسلمانو روژتیانو لپاره خواړه تیاروي.
ډویچه ویلې پخپل راپور کې ددغې ټولنیزې ښکارندې دعلت ارزونې ته مخه کې چې ځيني برخې ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.
ځيني غیر مسلمانان په تیره بیا د مینځني ختیځ په هیوادونو کې مسیحیان له مسلمانانو سره د روژې مبارکې میاشتې په جشنو کې یو ځاي کیږي ، په لویدیځي هیوادونو کې هم په روستیو کلونو کې د روژې میاشتې په دستورو کې د غیر مسلمانانو ګډون زیات شوی دی . دا ښکارنده څه معنا لری؟
د دوستیو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت
ډیری مسلمانان ممکنه ده د عراقي لیکوال خلود خدم شجاعت ونه لرل شي ، چې وئيلي ئې د ي،ممکنه ده د روژې میاشتې له دین سره ئې لازموالی اړونده نه وي.
۵۳کلن خلود له ډویچه ویلې سره په خبرو کې زیاته کړې ده ، په نړۍ کې د روژې میاشت له هغو دودونو او فضا سره اړونده کیدلی شي چې خلک پکې سره غونډيږي . دعراق په مختلفو سیمو کې له مختلفو فرقو او قونو سره خلک د روژې دمبارکې میاشتې جشنونه لمانځي . روژې میاشت د غونډيدا لپاره په تبیره یان د روژماتي په دستورخوانونو باندې غونډيدا د یوه ټولنیز فرصت ښودنه کوي.
خلود زیاته کړې ده ، کله کله مسیحیان شربت او میټایانې برابروي او د خپلو مسلمانو ګاونډیانو لپاره ئې لیږي. کله هم مسلمانان او مسیحیان یوځاي روژه نیسي. روژه د ګډ ژوند او دوستۍ د پیاوړتیا او د سنتونو په ګډه د ترسره کیدا لپاره یو فرصت دی.
رمضان د دینونو د ګډ ژوند د ځلا ځاي
د لبنان یوه مسحیي پيغله ریتا چې په بیروت کې ژوند کوي، دروژې میاشتې په ځينو ورځو کې روژه ساتي . هغه وائي، زه یوه مسیحي یم ،خو له پيغلتوب وخت راهسې مو زیات دوستان مسلمانان دي . زه د نورو دین ته ډير زیات توجه لرم .
په لویدیځي هیوادونو کې د روژې مبارکه میاشت
ځيني څارونکي وائي ، چې په نړۍ کې د رمضان دموسم دمحبوبیّت په زیاتولو کې د رمضان میاشتې تجارتي ماهیّت رول درلودلی دی ، ځکه مسلمانان په دغې میاشتې کې د کال د نورو میاشتو په نسبت لازیات لګښتونه کوي. د روژې دمبارکې میاشتې لګښټونه یوازې په مینځني ختیخ کې پّتیر کال کې کابو شپیته میلیارډ ډالرو ته رسیدلي وو.
له ټولنې سره د اړوندوالي د حِس زیاتیدا
اسټر میریّم واګنر وائي ، څيړاندو مشاهده کړې ده چې په فرانسې کې د مسلمانانو نسل نوی نسل احساسوي چې اسلامی مناسک په لازیات آرامښت سره ترسره کړي.
حافظ ددې خبرې په کولو سره چې هغه مسلمانان چې په مسیحي اکثریت سره په یوه کلتور کې لوي شوي دي ، ویني چې د روژې دمیاشتې جشن له ټونلې سره د اړوندوالي په معنا دی ، زیاته کړې ده ،په عمومي فضا کې د روژې دمیاشتې دجشن لمانځل یوډول ددې چارې تصدیق کول دي چې دغه دستورې دټولنې د کلتور په یوې برخې بدلې شوي دي.
اسټر هم ددې خبرې په کولو سره چې غیر مسلمانان د رمضان جشن پر ډولوالي یو دلیل ګڼي زیاته کړې ده ، هغه ټولنې چې مذهبی او کلتوري ډولوالی لري ، ویني چې دغه ډولوالی ، د دوي د ټولنو د لازیات عادلانه کیدا نښته او د لازیات تانوالي او غوړیدا بنیاد دی .