IQNA

د آرسنال پخواني لوبغاړي سره د حامد شاکرنژاد او ابوالقاسمي په تلاؤت کې په زړه پورې ملتیا(فیلم)

2:11 - March 23, 2024
د خبر لمبر: 3488926
ایکنا- د قرآن ممتاز قاري او د آرسنال فټبال کلب پخوانی لوبغاړي  د محفل پروګرام په دوام کې  له خپلې خوا ډير په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ چې  دقراني چارو  داستاد احمد ابولقاسمي او د نړیوال قاري حامد شاکر نژاد  په همهاله اوملتیا سره  یوځای ؤ.

ایکنانیوز راپور راکوي،د مصر یو ممتاز قاري او آرسنال فټبال ټیم پخوانی لوبغاړی شیخ محمد ایوب عاصف چې په لندن کې اوسیږي،د محفل ټيلیویژني پروګرام  په دوهم سپرکي کې په شتون سره چې د وري د میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شوې او د ایران د اسلامی جمهوریت دټيلیویژن له دریم چینل څخه هره ورځ له روژماتي څه وخت مخکې خپریږي،د نمل سورې  یو شمیر آیتونه تلاؤت کړل. 

ایکنانیوز د نمل سورې د ۱۵ او ۱۶ آیتونو په زړه پورې تلاؤت د شیخ محمد ایوب عاصف په زړه پورې غږ سره ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوي.

وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ عِلْمًا وَقَالَا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَى كَثِيرٍ مِنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۵﴾ وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُودَ وَقَالَ يَا أَيُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِق وَأُوتِينَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِينُ.

منافسه دیدنی حامد شاکرنژاد و ابوالقاسمی با بازیکن سابق آرسنال + فیلم

په دوام کې د محفل پروګرام  کوربه حامد شاکر نژاد او احمد ابوالقاسمي  له هغه سره  د یوې قرآنی ملتیا په زړه پورې اجار کې  ملګرتیا او ملتیا وکړه . چې د محفل  معنوي فضا ئې دوه چنده کړه.

شیخ محمد ایوب عاصف د مصر ښاریز د قرآن یو قاری دی ،البته په لندن کې زیږیدلی دی او هلته لوي شوی هم دی. هغه  د خپلو فعالیتونو  په کارنامې کې په آرسنال فټبال ټیم کې د  لوبو مخینه هم لري. محمد ایوب عاصف له ماشوموالی د قرآن قاری ؤ او د خپل فټبال لوبو په دوران کې ئې هم  د قرآن د قرآئت په سیالیو کې ګډون کاوه او  په دې زمینې کې ئې هم  ډیر ویاړونه ترلاسه کړي دي .

 هغه په مختلفو هیوادونو کې د قرآڼ غږ  او تلاؤت ته د غوږ کیښودلو د څرنګوالی په باب وائي، داروپائي هیوادونو خلک د قرآن  د تلاؤت په اوریدو کې  د مصر له خلکو سره ډير توپیر لري، مثلا، د انګلستان خلک د قرآن تلاؤت  په ټول آرامښت سره  اوري ، خو د مصریان  د قرآن دقرائت په محفلونو کې ، قاریي ډير زیات هڅوي  او د قرآني مقاماتو او د قرآن دتلاؤت د رودو ترمینځ  توپير ښه پیژني.  

https://iqna.ir/fa/news/4206554

captcha