ایکنانیوز راپور راکوي،د قرآن کریم په یودیرشم نړیوال نندارتون کې د حسینی مقدس آستان سټال په سر د حضرت سید الشهدا علیه السلام د پاک حرم دګنبسۍ د بیرغ په نصبولو سره د قرآڼ د نړیوال نندارتون د فضان معنوي او روحاني پرتم او ولوله دوه چنده کړه.
د حضرت امام حسین علیه السلام د متبرک بیرغ د زیارت لپاره کتونکي ، د روژې دمبارکې میاشتې په شپو ورځو کې د قران کریم په یودیرشم نړیوال نندارتون کې د حسیني عتبه سټال ته مراجعه کولی شي.
دغه قرآني نړیوال نندارتون نړیواله څانګه، د وري یا فروردین دمیاشتې په لومړۍ نیټه د تهران په امام خمیني عیدګاه کې پیل شوی او تر اتمې نیټې پورې به دوام ولري.