IQNA

په مسجد النبی(ص) کې د اسلام د تاریخ ډيجیټلی نندارتون

1:38 - March 21, 2024
د خبر لمبر: 3488919
ایکنا- د مدینې منورې په مسجد النبی (ص) کې یو نندارتون ترسره شوی چې د ورځې له مارډن ټيکنالوجیو څخه په استفادې سره  کتونکي او لیدونکي د اسلام له تاریخ سره آشناکوي.

ایکنانیوز دعرب نیوز له قوله راپور راکړ، د مدنیې منورې په مسجد النبی (ص) کې یو داسې نندارتون ترسره شوی چې  لیدونکي د اسلام په تاریخ کې  له تعاملی  او هراړخیزکارندوالی او غوړیدا باندې پوهوي.

دغه نندارتون چې په ۲۲۰۰مربع میټر مساحت کې ترسره کیږي، د مسجد النبی(ص) دمعمارۍ حیرانتیاوې  دخلکو نندارې ته وړاندې کوي.

په دغه نندارتون کې کتونکي په ډيجیټلي آوزارونو سره هدایتیږي چې د محراب،منبر، ګنبسیّو، سایبانونو، دروازو او وړو محرابونو په څيرمختلفې برخې ورته ښئ. همداراز په یوه ځانګړي هال کې ،د حرمیّن شریفین  ترټولو ارزښتمن او کم بیدا کیدونکي آثارو ټولګه موجوده ده .په دغه نندارتون کې  دمستند فیلم نمایش لپاره یو هال هم  شته دی.

د مسجد النبی (ص) نندارتون چې  دجومات په جنوب کې واقع دی ، هغه ټول کتونکي مني  چې  ددغه مقدس ځاي د معمارۍ له بډائ میراث څخه پخپل ژور درک پسې دي.

دغه نندارتون د سکرینونو او تعاملی ټيکنالوجیو په ترټولو ماډرنو سسټمونو سنبال دی او  د جومات د تاریخ او پلانونې مختلف اړخونه د د سینمائي ، ټيلیویژني  فیلمونو او مستندو نمایشونو له لارې په تفصیل سره بیانوي.ددغه نندارتون یو غوره ټکی د هغو ارزښتمنو ټولګو د نمایش لپاره یو مخصوص هال لري،چې  کتونکو ته  ددغه تاریخي او دیني آثارو  د اهمیّت په باب اجمالي نظر ورکوي.

د مسجد النبی (ص) دمعماري نندرتون موخه  چې  د عربستان د ۲۰۳۰ کال د لرلید  د موخو په لړ کې ترسره شوی ،  د اسلام د یوه ترټولو مقدس ځاي څخه د لیدونکو د پيژندګلوۍ پياوړتیا،او ددوي  دمعنوي او کلتوري تجروبې بډاي کول دي.

https://iqna.ir/fa/news/4206393

captcha