ایکنانیوز له انګلستانه راپور راکړ، دغه سیالۍ له پنځو تر پنځلسو کلونو عمر لرونکو ماشومانو او زلمیانو ترمیځ په دوو انتخابی مرحلو کې او په درو نهاي سویو کې ترسره کیږي.
د حفظ او قرائت په دوو څانګو کې ګډون کونکي په تحقیق او ترتیل دوو برخو کې سره سیالۍ کوي.
ددغو سیالیو د دغه پړاؤ انتخابی مرحله د فرورۍ په اولسمه او اتلسمه نیټه د انګلستان په اسلامی مرکز کې ترسره شوې ده.
ددغو سیالیو په انتخابي مرحلې کې ۵۹ ماشومانو او زلمیانو پخپلو کې سره سیالۍ وکړې، ټاکل شوې ده ددغې مرحلې ګټونکي د قرآن په نهائي او عمومي سیالیو کې چې د کب د میاشتې په نولسمه نیټه ترسره کیږي، ګډون وکړي.
د انګلستان له اسلامی مرکز سره اړونده تبیان مدرسه به ددغو سیالیو د انتخابی او نهائي مرحلو ګټونکو ته د نغدو جایزو پشمول ارزښتمنې ډالۍ د یاددښت د رسم په توګه ورکړي.