ایکنا نیوز د النهار له قوله راپور راکړ،دغه سیالۍ د الجزایر نړیوالې جایزې په نامې سره ، ددغه هیواد دولسمشر عبدالمجید تبون په ملاتړ سره ترسره کیږي.
د الجزایر ددینی چارو او اوقافو وزیر ددغه هیواد په پلازمنیې کې واقع په دارالامام کې د ؛ له قرآن سره د ژوند تجروبې،په عنوان سره د همفکرۍ د غونډې پر فعالیتونو په څارنې کې ټينګار وکړ،د قرآن دنړیوالو سیالیو په نولسم پړاؤ کې به څه دپاسه ۴۰هیوادونو د استازو د شتون شاهدان وو.
د هغه په وینا،په مقدماتي مرحلې کې د شتون لباره د۲۰هیوادونو نمایندګان چې له ننه یعني د سلواغې پنځلسمې نیټې پیل شوي ، ټاکل شوي دي او غوره کسان به د پیغمبر اکرم(ص) دمعراج په ورځ وستایل شي.
بلهمهدي په عین حال کې په الجزایر کې د د خداي تعالی د آسماني کتاب د خدمت په لاره کې د اهل قرآن او شخصیّتونو د هلوځلو په قدرونې سره ووئيل،د الجزایر په قرآن مجازي محفل کې د ۹۰ هیوادونو څخه د زرګونو کسانو د نامو لیکل د قرآن کریم زده کړې ته د حکومت د اهتمام د اهمیّت ښودنه کوي.