IQNA

ایران په ۲۸هیوادونو کې د صهیونیسټي رژيم د جاسوسانوچینل وپيژندۀ

14:08 - February 02, 2024
د خبر لمبر: 3488661
ایکنا- د امام الزمان (ع)د ګمنامو مامورانو په حیرانونکو ترکیبی  عملیاتو د  لړۍ ټولګه،د صهیونیسټي دښمن د جاسوسی ادارو د حساسو اطلاعاتو د ترلاسه کیدا سبب شوي دي، همداراز د دښمن دترټولو حساسو پوځي تاسیساتو او پوځي مرکزونو  اوسټراټژيکو صنائعو او د وسلو د کارخانو  او پټو تاسیساتو معلومول او د خپلو توغندیو او ډرونز په شیشت کې په راوستو سره د اطلاعاتي  او امنیتی پلان  یوه برخه ګرځیدلي دي.

ایکنانیوز راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت په یوې اعلامیې کې روښانه کړې ده،د امام الزمان(ع) ګمنامو مامورانو،د نړۍ په ۲۸ هیوادونو کې د موساد جاسوسي ادارې د جاسوسانو د پام وړ چینل او په لسګونو جاسوسانو د پيژندلو خبر ورکړی دی.

په راپور کې وئيل شوي دي،د ایران د اطلاعاتو وزارت په دغې اعلامیې کې چې د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني په رهبرۍ د ایران د اسلامی ولولناک او پرتمین  انقلاب  د بریالیتوب د پنځه څلویښتمې کلیزې په درشل کې  او او د سباؤن لسیزې  د رارسیدا په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره  د  ایران لوي او میړني ملت ته په اطلاع رسولو سره وئيل شوي دي، چې  د قدس د نیواکګر رژيم د امنیتی او جاسوسي ادارو په ضدپه ترټولو لویو  اطلاعاتي او ضد اطلاعاتي عملیاتو کې ئې ددغو خبیثو او جنایتکارو وحشیانو د جاسوسي ادارو لوي پراخ غوړیدلی جال کشف کړی دی او  سملاسي ورباندې ارزونې او ورڅخه استفاده پیل شوې ده.

په اعلامیې کې راغلي دي د امام الزمان (ع)د ګمنامو مامورانو په حیرانونکو ترکیبی  عملیاتو د  لړۍ ټولګه،د صهیونیسټي دښمن د جاسوسی ادارو د حساسو اطلاعاتو د ترلاسه کیدا سبب شوي دي، همداراز د دښمن دترټولو حساسو پوځي تاسیساتو او پوځي مرکزونو  اوسټراټژيکو صنائعو او د وسلو د کارخانو  او پټو تاسیساتو معلومول او د خپلو توغندیو او ډرونز په شیشت کې په راوستو سره د اطلاعاتي  او امنیتی پلان  یوه برخه ګرځیدلي دي. همداراز د ایران په داخل او بهر کې  ځینی خرڅ او غولیدلي  ایرانیان  او غیر ایرانیان هم پيژندل شوي  اود تعقیبیږي. دا هم وئيل شوي دي چې دغه جال په ۲۸هیوادونو کې خور شوی دی چې د زیاترو مرکزونه او تاسیسات په بشپړ ډول په شیشت کې دي  او په مناسبت وخت کې به د عملیاتو برخه وګرځي.

https://iqna.ir/fa/news/4197426

captcha