IQNA

د فلسطین دمقاومتی چورلیز له خوا په وسلو دقرآني نامو کیښودلو دلیل څه دی؟

8:20 - December 31, 2023
د خبر لمبر: 3488499
ایکنانیوز- د فلسطین په غزې کې وروستي جنګ ډيرو توجه، په دغه جهاد کې د  استفادې وړ وسلو د نامو دکیښودلو لپاره د قرآن کریم له آیتونو او د فلسطینیو شهیدانو له نامو څخه د حماس غورځنګ الهام اخستو  ته د ډيرو پام جلب کړی دی .

ایکنانیوز- د فلسطین په غزې کې وروستي جنګ ډيرو توجه، په دغه جهاد کې د  استفادې وړ وسلو د نامو دکیښودلو لپاره د قرآن کریم له آیتونو او د فلسطینیو شهیدانو له نامو څخه د حماس غورځنګ الهام اخستو  ته د ډيرو پام جلب کړی دی .ایکنانیوز د المصری الیوم له قوله راپور راکړ، په غزې تړانګې کې په وروستي جنګ پسې ، او د اکتوبر په اومه نیټه له طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو وروسته په دغې سیمې د وحشي صهیونیسټي رژيم  په سختو حملو اوبمباریو پسې، د فلسطین مقاومتي ډلو په دوامدار ډول   خپلې یو شمیر نوي وسلې نندارې ته وړاندې کړي چې له قرآني آیتونو  او د فلسطینیو شهیدانو له نامو څخه په الهام سره ئې نومولي دي.

د فلسطین دمقاومتی چورلیز د وسلو نامې مختلفې دي او  په دغو نامو کیښودلو څخه د اسلامی مقاومتي ډلو په کلي لور نیونو  هم پوهیدلی شو.

 
 

د حماس مقاومتي غورځنګ ځیني وسلې د قرآن کریم د ځینو کلمو په اساس نومول شوي دي ، په هغو کې یوه ترټولو مهمه وسله ؛شواظ؛ نومیږي چې  د الرّحمن سورې  د ۳۵آیت څخه اخستل شوې ده؛ يُرْسَلُ عَلَيْكُمَا شُوَاظٌ مِنْ نَارٍ وَنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرَانِ:  ستاسو په سر به د مسو او وسپنې سرې شرارې یا سکروټې وغورځول شي  او له چا به مرسته ونه  غوښتل شئ. ﴿۳۵﴾.

د امریکا د ځينو پوځي ډیټا په اساس، دغه ډول بمونه په فولادي تجهیزاتو کې تر ۲۰۰ملی میټرو پورې د نفوذ کولو وړتیاوې لري . دغه ټانک ضده چاودیدونکی وسله، په یوه مخروطي شکل سره د بوتل  په شان جوړه شوې ده او مخروطي آستر  چې ددغه بم دچاودنې ترټولو کمزوري پواینټ دی ، ټارګت په شیشت کېراولي . بیا فلزي پلیټ چې معمولا د مسو  جوړیږی، د ټارګټ په لور  دنفوذ کولو د خاصیّت په دلیل  حرکت کوي  او په داسې حال کې چې د ګولۍ په سر کې د غشي په شان وی او په زغروال ګاډي یا ټانک کې سوری کوی او تباه کوي ئې.

په انجنئيرینګ وړتیاؤ کې دغه لوی پرمختګ مقاومتی مبارزانو ته توان ورپه برخه ورکوي څو د اسرائيلو دپوځ زغروال پوځي ګاډي  له ډیر لیرې فاصلې څخه  په دغو معمولی اوپخوانیو بمونو سره په نښه کړي . دغه ډول زغروال ضده بمونه  دنښتو په هغو سیمو کې د سړک ترغاړې کیښودل کیږي او یا له هماغه ځایه ورڅخه استفاده کیږی، داسې چې ددښمن زغروال ګاډي یا ودریږی او یا ئې هم سپيډ کم شي،نو ټارګټ کوي ئې .

یوبل راکټ لانچر ؛جوم ؛ نومیږي، چې نامه ئې د الملک مبارکې سورې له ۵آیته راخستل شوې  ده ؛ وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِلشَّيَاطِينِ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِيرِ: او  په حقیقت کې ددنیا آسمان مو په څیراغونوسره ښکلی کړ او د شیطانانو د ځپلو لپاره مو (مقاومتی قوا) د اور سوځونکی عذاب تیار کړی دی.

 له رجوم توغنديو څخه د طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو په لومړنیو شیبو کې  او د سرحدي دیوال څخه د مقاومتي مبارزانو د تیریدا د پوښښ  او دغزې تړانګې په شاوخوا سیمې ې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو  ته د دوی دنفوذ  د پوښښ لپاره  استفاده شوې ده.

د حماس غورځنګ د پوځي څانګې عزالدین قسام شهید دکنډکونو له خوا خپره شوي ویډیو ښئ چې  خپل نوی توغندوي سسټم ئې چې د طوفان الاقصی دعملیاتو په لومړنیو شیبو کې  ورڅخه استفاده شوې ده ، نندارې ته وړاندې کړ.

پر دې سربیره  ؛متبر ؛نومې وسلې ته هم اشاره کولی شو ، چې په حقیقت کې یوه خاصه هوافضا ضده وسله ده چې د حماس  متخصصانو ورته پراختیا ورکړې ده. ددغې وسلې  نامه هم د الاسراء مبارکې سورې  له ۷آیته راخستل شوې ده ؛ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا:   څو تاسو غمجن کړي او د تاسو دعبادت ځاي ته ننوځي،لکه څنګه چې لومړي ځل داخل شول په زور سره  او هرڅه چې په لاس ورشي ، نو تباه کوي ئې ؛ـ(۷)

 پر دغو وسلو سربیره هم ځیني نوره وسلې هم شته چې د فلسطینیو شهیدانو په نامو سره نومول شوي ،چې په  هغو کې د یاسین زغره وال ضده وسلې ته اشاره کولی شو چ ېد حماس غورځنګ دبنسټګر شهید احمد یاسین په نامې سره نومول  شوې ده  او یوه بله وسله  ؛الغول ؛نومیږي ، چې د شهید عدنان الغول  په نامې سره چې د مقاومتي چورلیز د وسلو یو ترټولو غوره انجنئير دی ، په نامې سره نومول شوې ده.

 دغه شان قسام راکټ هم د شیخ عزالدین قسام   په نامې سره نومول شوی دی دغه راز جی توغندی(د شهید احمد الجعبری په نامې سره چې د حماس یو جهادی مشر ؤ نومول شوی دی.همداراز نوره وسلې هم د شهیدانو او د ښارونو په نامو سره نومول شوي دي څو دنیا ته وښئ چې مقاومتی مبارزان د خپلو ازښتمنو ائيډیاؤ او مشرانو او رهبرانو څخه حوصله اخلی او دهغوي په نامو سره له وسلو په استفادې سره ئې جهادي انګیزه نوره هم زیاتیږی او  دغه نومونه  او هدفونه او آئيډیاوې هیڅکله هم نه هیږیږي.     

https://iqna.ir/fa/news/4190715

 

captcha