ایکنانیوز راپور راکړ، د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریسي د نړۍ د کاتولیکانو درهبر پاپ فرانسیس ته پیغام لیږلی چې په هغه کې هیله ښودلې ده نوی میلادي کال د نړۍ لپاره د ا من اوسولې کال شي.
د پیغام په پیل کې د حضرت عیسی مسیح علیه السالم د زوکړې په مناسبت او دغه راز د ۲۰۲۴میلادي کال د پيلیدا په مناسبت پاپ فرانسیس او د نړۍ ټولو موحدینو ته مبارکي او نیکو هیلو غوښته شوې ده .
ریسي په دغه پیغام کې وئيلی دي ، حضرت عیسی مسیح د سولې ،دوستۍ او او دمهربانۍ او صبر او د ظلم په خلاف دکلکې دریدا او له محرومو او مظلومو خلکو سره د مرسته کونې پیغمبر دی ، باید نړۍ په دې فکر وکړي چې پر مظلومانو باندې دظلم او جنایتونو په اوج کې دانسانیّت دساتلو لپاره مسئولیّتونه هم شته .
هغه په دغه پیغام کې ستر پاپ ته په خطاب کې وئیلی دي ، لکه څنګه چې خبر یاست نن سبا د انساني ټولنو ګریوانونه له ډيرو زیاتو چیلنجونو سره ښکیل دي چې تر ټولومهم چیلنج ېئ دغزې تړانګې پر مظلومو خلکو د اسرائيلی صهونیستي رژیم لښکر کشي اوقتل عام دی له بده مرغه له دغه ستر جنایت سره دنړیوالو ټولنو او اورګانونو غوڅ چلند څخه ډډه کیدا ډیره دردونکی پيښه ده او دغه راز له بل پلوه له دغه جنایتکار رژيمه د امریکا او ځينو اروپائي حکومتونو بشپړملاتړونو وضعیّټ نوره هم بوږنونکی کړی دی چې دغزې تړانګې او د فلسطین څه دپاسه شل زره مظلوم او بې ګناه انسانان پکې قرباني شوي دي او دغه راز د کلیساګانو پشمول دینی مرکزونه او روغتونونه او نور بیخ بینائي تاسیسات هم تباه شوي دي .
د اسلامی ایران ولسمشر پخپل پیغام کې دنوي میلادی کال په رارسیدا سره هیله ښودلې ده چې نوی میلادي کال د بشری ټولنې او دپه تیره بیا د مظلومو او بې څوکه پرګنې لپاره له سولې اوثبات او امنیت څخه ډک کال وي او درستې نړیوالې ټولنې دبشریّت او انسانیّت دخدمت لپاره خپل مسئولیّتونه وپيژني او دظلم او جنایت په مقابل کې د مظلومو او بې څوکه خلکو بشبړ ملاتړ ته ودانګي . له خداوندمتعاله غواړو چې په درستې نړۍ کې سوله،ارامښټ او ثبات ټينګ او درست موحدین د ورورولۍ او همدردۍ او پیوستون رسۍ باندې د منګولو په ښخولو سره د سولې او ثبات او اارمښت لپاره خپل مسئولیّتونه په ښه اندازه سره ترسره کړي.