IQNA

انتخابات د بدلون اساس او د ستونزو حل لاره ده

15:32 - December 23, 2023
د خبر لمبر: 3488463
ایکنا- د اسلامی انقلاب  معظم لا رښود د کب د میاشتې یولسمه نیټه ډيره مهمه او  د بدلون زمینه جوړونکي وبلله او ټينګار ئې وکړ، ملت   دې ځان  د انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره په ترټولو ښه بڼه یعني،پیاوړی او ولولناک ګدون،د لورو واقعي سیالي، مختلفې لیدتوګې  او حقیقي سلامتیا او بشبړ امنیت  په څلورو  خصوصیّتونو سره ،تیار  کړي .

ایکنا نیوز د  پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د ایران د خوزستان او کرمان ولایتونو د زرګونو خلکو په ولولناکه غونډه کښې د ۲۰۲۴ میلادی کال د مارچ د لومړۍ نیټې انتخابات ډېر مهم، ټاکونکی ، د مشکلاتو د حل او د بدلون زمینه  جوړونکی وبلل .

د معظم رهبر د دفتر د خبر له مخې امام  خامنه ای په اسلامی جمهوریت کښې د انتخاباتو د اصل او منطق اهمیت بیان کړ او ویې فرمایل جمهوریت او د نظام اسلامیت دواړه په انتخاباتو پورې تړلی دی ځکه د هېواد په اداره کې د جمهوريت،ولسواکی او د خلکو  د حاکمیت  د تحقق لپاره  له انتخاباتو پرته بله لاره نشته.

 حضرت آیت الله خامنه ای د انتخاباتو نه شتون  د دیکتاتورۍ یا ګډوډۍ، ناامنۍ اوبلواګانو د رامنځته  کیدو لامل وبلل او پر هغو کسانو یې نیوکه وکړه چې په مختلفو طریقو سره په انتخاباتو کې خلک له  شتون ناهیلي  کوي جوته کړه  انتخابات یوازنۍ سمه اوحقیقی  لاره ده چی کولی شي د خلکو ملي حاکمیت تامین کړي.

Japanese Radio

د انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا بله برخه د غزې نړیوالې او اسلامی مسئلې ته بیل  کړه او ویې ویل دغه پېښه له دوو اړخونو بې ساري د ه هم د صهيونيسټ رژيم له اړخه ځکه چی  هیڅکله  دغه ډول وسخت زړۍ ، جنايت، وينه تويول، د ماشومانو وژنې، خباثت ، بی رحمی  او په  ناروغانو او روغتونونو د سنګرماتونکیو بمونو غورځول هيڅکله نه دي ليدل شوي، او هم  د فلسطيني ولس او مبارزانوله لوري دومره صبر، مقاومت او دښمن  لیونی کول ، هيڅکله نه دی ليدل شوی، دا بې ساری دی .

حضرت آیت الله العظمی سید علی  خامنه ای څرګنده کړه: که څه هم دغو خلکو ته اوبه، خوراک، درمل او سونګ نه رسیږی، هغوی د غره په شان ولاړ دی او د هغوی  همدا نه تسلیمېدل هغوبریالي کوی ، ځکه چې خدای له صبر کوونکو سره دی لکه څنګه چې نن د بریا نښې لیدل کیدی شي.

د انقلاب معظم رهبر د صهيونېسټ رژيم بې وسي  له  زياتو تجهيزاتو او امکاناتو په لرلو سره د دغې بې ساري مقابلې يو بل مهم اړخ وباله او د اساسی  ټکی په بیانولوکې یې  وويل: د صهيونېسټ رژيم ناکامي په دې پیښه کې د امریکا ناکامي  هم ده او نن په نړۍ کې هیڅوک هم د نیواکګر رژیم او امریکا او انګلستان  تر منځ توپیر نه شي کولای او هرڅوک پوهیږي چې دوی  یو دي.

هغوی د اوربند او د بمباریو د بندولو لپاره د امنیت شورا د څو پریکړه لیکونو ویټو کول د امریکا د حکومت بې شرمه کړنه او په ماشومانو، ښځو، بوډاګانو، ناروغانو او نورو بې دفاع خلکو د بمونو په غورځولو کښې د صهیونیسټ رژیم ملګرتیا وبلله او زیاته  یی کړه: له مقاومت سره مرسته د هرچا دنده ده او له صهیونیسټ رژیم سره مرسته یو جنایت او خیانت دی.

حضرت ایت الله خامنه ای صهیونیسټ رژیم  ته  د شیانو، تیلو او سونګو د رسولو مخنیوی چی حتی د غزې خلکو ته یې د اوبو د رسولو مخه نیولې ده د اسلامی حکومتونو دنده وبلله او جوته یی کړه نن د نړۍ وجدان دردیدلی دی. په امریکا او اروپا کښې خلک واټونو ته راوتلی دی او ځینې سیاسی شخصیتونه،د پوهنتونونو مشران او پوهان د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ کښې د خپلو حکومتونو په ملاتړ اعتراضونه کوی خو له دې سره سره ځینې حکومتونه له دغه ظالم رژیم سره مرستې ته دوام ورکوی .

حضرت امام  خامنه ای ټینګار وکړ: بې له شکه بریا د حق جبهې ده او غاصب صهیونیسټ رژیم به له منځه لاړ شي او هیله لرو چې تاسو ځوانان دغه روښانه حتمی راتلونکی په خپلو سترګو وویني.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143638

captcha