IQNA

دغزې په جنګ کې له اسرائيلو د ملاتړونو په ضد د لویدیځي ولسونو اعتراضونه دوام لري

15:36 - December 16, 2023
د خبر لمبر: 3488430
ایکنا- په غزې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم په وسیله د  بې څوکه فلسطینیانو دعامو وژلې په دوام سره د ډيرو لویدیځي  هیوادونو په لسګونو زره خلکو د مظاهرو په جوړولو سره  په غرې کې د دایمي اوربند دټينګیدا غوښته وکړه.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په امریکا کې له وحشي صهیونیسټي رژيمه د جوبایډن د حکومت له بشپړ ملاتړونو دوام سره سره،ددغه هیوادډیری سیاستوالان او ښاریزپه اعتراضیه مظاهرو او غونډو په جوړولو سره د فلسطینیو ماشومانو او ښځو په ضد داسرائيلو د جنایتونو ددریدا غوښته کوي. په دې لړ کې په لسګونو زره امریکایانو په امریکا کې د ریتن  وسلو جوړونکي شرکت د ودانۍ  په وړاندې ستره غونډه جوړه کړه.

اعتراض کونکو د نیواکګرو جنایتونو ته په اشارې سره چې پکې په زرګونو ماشومان او ښځې قرباني شوي  شوي دي ، په سرو رنګونو سره د ماشومانود سمبولیک تابوتونو په اوچتولو سره  د جنګ او تاؤتریخوالي په ضد خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړه او اسرائيلی نیواکګرو لپاره ئې د وسلو لیږد په کلکه محکوم کړ.دغه مظاهره په  داسې حال کې ترسره شوې چې  واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي،امریکا اسرائيلو ته  څه دپاسه ۲۲زره ګائيډیډ او غیر ګائيډیډ بمونه ورکړي چې د غزې د مظلومو خلکو پر سر غورځول شوي دي.

د امریکا یوه لوړپوړي سیاستوال سناتور برنی سنډرز  هم ووئيل، چې په غزې کې انساني غمیزه په امریکائی پیسو او بمونو سره د رامینځةکیدا په حال کې ده .هغه په غزې کې د حالاتو  په بوږنونکو بللو سره ټينګار وکړ، ددغه وضعیّت سرچینه امریکائي بمونه او مالی سرچینې دي. هغه وئيلي دي ،دغزې دخلکو سخت کړاؤ به د متحده ایالاتو په ماډرن تاریخ کې د یوې تورتمې پاڼې په توګه باقي پاتې شي.

په  جرمني ، اسپانیا، ایټالیا، کینیډا، فرانسې بریتانیا پشمول په نورو لسګونو اروپائي هیوادونو کې هم ورته مظاهرې شوي  او له خپلو حکومتي واکوالانو ئې غوښتي دي ،څو له اسرائيلو سره مرستې  او اړیکې په بشپړ ډول غوڅې کړي، څو د ماشومانو او ښځو له وژلو  او ددغو سیمو  دبیخ بینائي تاسیساتو له تباه کولو لاس په سر شي.

په انګلستان کې په یوه  بل اقدام کې د فلسطین  څه دباسه ۲۲زره ملاتړو یو طومار لاسلیک کړی دی چې په هغه کې ئې له لندنه د صهونیسټي رژيم  د ویستلو غوښتنه کړې ده . لاسلیک کونکو   د صهیونیسټي رژیم سفیر  د بریتانیا په ټولنې کې  د اخلاف سرچینه بللې او  خپل انګریز حکومت ته ئې سپارښتنه کړې ده چې  د هغه ځایئګی بیا  وارزوي.  

په لسګونو اروپائي هیوادونو کې د فلسطینیو لکونو ملاتړو اعتراضونه او مظاهرې په داسې حال کې روانې دي چې ځیني ټولنیز چینلونه هڅه کوي،د صهیونیسټانو جنایتونه سنسر کړي. په دې زمینې کې امریکائي سناتورهالیزابت وارن  له فلسطین  سره  داړونده مطلبونو د سنسر کولو په باب د  ؛متا ؛شرکت  دتوضیح غوښته کړې ده .

https://parstoday.ir/ps/news/world-i143246

captcha