ایکنا نیوز له ورسیې راپور راکړ، د روسیې د قرآن دنړیوالو سیالیو یویشتم پړاؤ په چارشنبې او پنجشنبې ورځو د ماسکو ښار په جامع جومات کې دقرآن کریم دحفظ په څانګې کې ترسره شوې.
دغه سیالۍ دروسیې د مفتیانو دشورا په همت او د روسیې دمسلمانانو د معنوي چارود ادارې او د اماراتو د محمد بن زاید د انسانی علومو دپوهنتون په ملګرتیا سره ترسره شوې او په دغو سیالیو کې ګډون کونکو د ټول قرآن دحفظ په څانګې سره سیالۍ وکړې.
ددغوسیالیو پایزې دستورې پرون جمعې ورځې په ماسکو کې ترسره شوې چې د روسیې ،ایران او هندوستان استازو په تربیب سره لومړۍ،دوهمه او دریمه روتبه ترلاسه کړه .
په دغو سیالیو کې چې د ۳۵هیوادونو د نمایندګانو په شتون سره ترسره شوې ، د ویاړمنو میلمنو په توګه دنړیوالو اسلامی ادارو یو شمیر مشرانو،دعربستان ،قطر، اماراتو لوړپوړو عالمانو و،مفتیانو او وزیرانو پکې شتون درلود.
دحسین خان بیدګلی چې اصفهان ولایت د آراان و بیدګل ولسوالۍ اوسیونکی دی ، په دغې نړیوالې سیالۍ کې ئې دغه مقام ګټلی چې دا د دینی علومو د طلبه ؤ دقرآن دنړیوالو سیالیو د پړاؤ لومړنۍ روتبې ترلاسه کولو ته اشاره کولی شو.