IQNA

په هندوستان کې په انګریزي ژبه د قرآن کریم نوي ژباړه وشوه

6:59 - November 04, 2023
د خبر لمبر: 3488212
ایکنا-(ډیلی)یوه مسلمان هندي څیړاند  په انګریزي ژبه د قرآن کریم نوی  ژباړه کړې ده چې په هغو کې د حاشیې لیکل ،د حضرت محمد (ص) د ژوند،اسماءالله ،د اسلامی اصلاحاتو فرهنګ او د قرآن موضوعي نمونو په شمول  څو ضمیمې هم شاملې دي.

 ایکنانیوز د سیاست له قوله راپور راکړ، د ظفر الاسلام خان په نامې سره یوه مسلمان هندي څيړاند دقرآن کریم په انګریزي  نوی ترجمه خپره کړې ده. هغه ددغې ژباړې له خپرولو موخه ، په هغې رودې سره چې  د مسلمانانو  لومړني نسلونو درک  کړې  اعلان کړې ده.

په هندوستان کې دا د قرآن کریم   د  عبدالله یوسف علی  له مشهورې ترجمې وخت راهسې  لومړنۍ ترجمه ده چې د ۱۹۳۰لسیزې په لومړیو کې خپره شوې ده.ددغې نسخې په خاشیې او  ترمیماتو کې  هڅه شوې ده چې داسلام  په اصولو یوه مقدمه وړاندې کړي.

ظفر الاسلام خان، د کار په پیل کې د عبدالله یوسف علی  د ترجمې په سمولو سره هڅه پيل کړه چې د هغه په ویناپرپخوانۍ ژبې استفادې سربیره ، ډيری تیروتنط او ناسموالي هم پکې شامل دي.

هغه په یولسو کلونو کې دغه نوي بشپړ ترجمه په څه دپاسه دوو زرو حاشیو لیکونو او د حضرت محمد (ص) د ژوند لیک، اسماءالله،د اسلامی اصطلاحاتو د کلتور  او د قرآني موضوعګانو د مثالونو پشمول څو ضمیمې هم ورسره یو ځاي کړي دی . په دې توګه قرآن کریم دغه نوي ژباړه د اسلام له دین سره د بلدیتا لپاره یوه بشپړ لارښونه ده. 

دغه ژباړن   په  الازهر  او قاهرې پوهنتونونو کې زده کړې  کړی د او  خپله پي ایچ ډي ډګري ئې د مانچسټر پوهنتون څخه په اسلامی مطالعاتو په څانګې  کې ترلاسه کړې ده او  دعربی ژبې باندې پر مسلط کیدا سره په انګریزي او اردو ژبو هم مسلط دی او  په دغو درو ژبو کې ئې ډيری کتابونه هم لیکلی دي ، او له څوارلسو کلونو راهسې د لندن دمسلمانانو د موسیسې څيړاند دی.

دغه ترجمه  په ۱۲۳۴ سترو صفحو کې  د ډیلي فاروس میډیا خپرندوئې په وسیله  په ۱۱۹۵قیمت سره خپره شوې ده. دغه ترجمه  به ډيره زر په مختلفو هیوادونو کې د یو شمیر ناشرانو په وسیله خپره شي.  

https://iqna.ir/fa/news/4179527

 

captcha