ایکنا دطلوع نیوز له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو دحکومت چارواکو د جمعې په ورځې په کابل کې د قبة الصخره په شکل په معمارۍ سره یو جومات پرانیست.
دغه جومات د کابل په محمد اکبر خان مینه کې د قدس شریف د قبةالصخره په شکل سره او د ملامحمد عمر مجاهد په نامې سره نومول شوی دی.
د افغانستان د طالبانود حکومت دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی ددغه جومات په پرانیستونکو دستوروکې پخپلې وینا کې دفلسطین په غزې د اسرائيلو د حملو په باب دغه جنایتونه په کلکه محکوم کړل و دا ئې یو نه بخښونکی اقدام وباله.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د نړۍ ټول مسلمانان باید له فلسطینه ملاتړ وکړي ،ووئيل، د فلسطین پر مسلمانانو ظلم په سخته محکوموو و دا یو نه بخښونکی جنایت ګڼو چې پر مسلمانانو ئې کوي.
سراج الدین حقاني زیاته کړې ، درست اسلامی امت د افغانستان د ولس پشمول ځانونه د فلسطین په غم کې شریک ګڼي او له هغوي سره خواخوږي او همدردي کوي.
د افغانستان د طالبانود حکومت دکورنیو چارو وزیر ووئيل، په دغې ورځې جومات مونږ د ملامحمد عمر مجاهد په یاد او نامې سره افتتاح کوو.
دغه جومات د ترکیې د یو شرکت په وسیله پلان او جوړ شوی دی . ددغه شرکت نماینده چې په دغو دستورو کې موجود ؤ ووئيل،دغه جومات ئې جوړ کړ څو د الاقصی جومات ارزښت ژوندی پاتې شي.
دغه جومات په ۲۷۰مربع میټر مځکې کې په یولک شل زره ډالرو په ارزښت سره جوړ شوی او د ۳۵۰لمونځ ګوزار پکې په یووخت لمونځ کولی شي.
هغه ووئيل، زمونږ نیّت د درو جوماتونو ،یعنی مسجدالحرام،مسجد النبي او مسجدالاقصی جوړولو ؤ چې د مسلمانانو لپاره ډير زیات ارزښت لري.له بده مرغه الاقصی جومات د مسلمانانو ترټولو لوي زخم دی او ددې لپاره چې پر دغه زخم کومه پټئ کیږدو، دغه جومات مو په کابل کې جوړ کړ.