ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي ویلي، چې د افغان کډوالو په ګډون به له دغه هېواد ه د غیر قانوني کډوالو د ایستلو د پرېکړې په برخه کې هېڅ جوړجاړی ونه شي.
نوموړي ویلي، چې د غیر قانوني کډوالو د ایستلو پالیسي یوازې د افغان کډوالو لپاره نه ده، بلکې ټول هغه کسان به د اکټوبر له پای ته رسېدو وروسته، له پاکستان څخه وایستل کیږي، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
د پاکستان سرپرست حکومت د اکټوبر په پیل کې ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو ته هم خبرداری ورکړ چې د دې مېاشتې تر پایه له پاکستان څخه ووځي او که داسې ونه کړي، په زور به یې وباسي.
په همداوروستیو کې په پاکستان کې د ترهه ګرو او جنایتکارو ډلو ټپلو اقدامات چې د سلګونو لمونځ ګوزارو د شهیادت او ټپي کیدا لامل شوي دي،زیاتره دتحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي ترهه ګرو په لاس کیږي، چې د پاکستان د حکومتي چارواکو او پوځي مسئولانو په وینا په افغانستان کې دیره دي و له هماغه ځایه پلانونې کوي او خپل سپیر اقدامات اجرا کوي، خو د افغانستان طالب چارواکي د پاکستانیو چارواکو دغه شان تورونه په زغرده ردوی او وائي چې افغانستان هیچا ته اجازت نه ورکوي ،چې ددغه هیواد خاوره د بل ګاونډي هیواد په ضد استعمال کړي.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i139952