ایکنا د الخلیج آنلاین له قوله راپور راکړو د المپیک نړیوالې کمیټې د پاریس په المپيک لوبو کې د ستر د ممنوعیّت له مطرح کیدا سره مخالفت اعلان کړ.
دغې کمیټې له دې وروسته چې د فرانسې د سپورټي چارو وزیر اعلان وکړ، د سکولیرزم د احترام لپاره د ۲۰۲۴کال په المپیک لوبو کې حجاب اوسکارف منع دی ، له دغې موضوع سره ئې خپل مخالفت اعلان کړ.
په همدې ارتباط د المپیک د نړیوالې کمیټې ویندوي په یولړ څرګندونو کې ووئيل دغه فیصله په ۲۰۲۴ کال المپیک لوبو کې نه اعمالیږي. د المپیک ګلوبل لپاره د المپیک نړیوالې کمیټې قوانین اعمالیږي او حجاب یا مذهبی او کلتوري سکارف هیڅ محدودیّت نه لري. په اړونده نړیوال فیډریشن کې ټاکل شوي مقررات اعمالیږي.
د لوبغاړو د حجاب د مخنیوي لپاره د فرانسې فیصله ، د ملګروملتو د بشری حقوقو د لوړې کمیشنرۍ له نیوکو سره مخ شوې ده.
په داسې حال کې چې په فرانسې کې د ؛سترمنو میرمنو؛ نومې د مسلمانو میرمنو ډلې د فرانسې د فټبال فیډریشن د مقرراتو د لومړۍ مادې قانونی کیدا چیلنج کړې ده .دغه هیواد له ۲۰۱۶کال څخه د هرډول سکارف یا قالیو اغوستل ممنوع کړي دي.
فرانسه به د راتلونکي کال دجولائي له ۲۶نیټې څخه د اګست تر ۱۱نیټې پورې د اوړي د المپیک لوبو کوربه وي.