IQNA

مودي سرکار له سرائيلو درس اخستی څو د مسلمانانو کورونه په کنډوالو بدل کړي

15:12 - September 10, 2023
د خبر لمبر: 3487934
ایکنا-(هند ) په هندوستان په تیره بیا په هاریانه صوبې کې افراطي زوړپالو هندوانو اقدامات، د فلسطین دخلکو د تاریخ اومیراث دحذفولو لپاره په هڅې کې د صهیونیسټي رژيم د سیاستونو انعکاس دی. داسې ښکاري  چې د مودي سرکار  دحکومت چارواکي له تل ابیب سره  د نزدو اړیکو پر ټينګولو سربیره د مسلمانانو د ځپلو لپاره ددغه وحشي رژيم  له اقداماتو آئيډیا  اخلي.

ایکنا د الجزیره له قوله راپور راکوي،  د ډنمارک د روسکیلډ پوهنتون  د نړیوالو پراختیا مطالعاتو  لیکچرر سامدیپ سن  ددغه خبری  چینل په ویب پاڼې کې  لیکلي دي، داګست میاشت په لومړنیو کې ، نړۍ په ویرې او حشت سره په دغې صوبې کې  د مسلمانانو په اکثریّت سره  د  نوح سیمې په شاوخوا کې  له مسلمانانو سره  اړونده څه دپاسه درې سوه کورونو او دکانونو  په کنډوالو د بدلیدا شاهده وه چې د هندوستان د هار- یانه صوبې   دچارواکو په حکم سره ترسره شول.

 په هریانه صوبې کې  افراط پالو هندو ډلو ټپلو  دهندوانو  په مالکیّت کې له روزګارونو څخه د مسلمانو کارکونکو د ویستلو او  د مسلمانانو د کارونو دبایکاټولو لپاره په بلنې سره  تاؤتریخوالي پیل کړل .  له تخریب اوورانکارۍ مخکې په نوح سیمې کې د مسلمانو او هندو ډلو ترمینځ نښتې پیل  او  د  ویشوا هندو پرساد افراط پالې هندو ډلې په مشرۍ  په یوه لاریون کې  دغه اخ وډب نوره هم زیات شو.

 هغه  څه چې مونږ ئې شاهدان یوو ،بې شکه  هغه نفرت خورونکو خبرو نتیجه ده چې  د   اوسني  هندو ملی پال رژيم له خوا هڅول شوي دي.

درس مودی از اسرائیل: خانه‌های مسلمانان را خراب و تاریخ آنها را پاک کنید

په عین حال کې دنوح سیمې په څير د هندوستان په ډيرو برخو کې  دمسلمانانو د ډيرو زیاتو کورونو او  ځایونو  پراخه ورانول ،یعني هغه ځایونه چې  مسلمانه ټولنه  له پيړیو پیړیو راهسې پکې ژوند کوي،په کنډوالو بدل  هغه ډیر شوم او سپير شي ته اشاره کوي چې  انسانیّت ورڅخه شرمیږي،یعني په هیواد کې  د مسلماانانو   دشتون او میراث د ټولو شواهدو  دپاک کولو لپاره  غږمله هڅه.

د هندوستان دافراطي لومړی وزیر نریندرا مودی په مشرۍ په وروستیو کلونو کې مونږ ددې شاهدان یوو چې  هندوستان په اوحاره ډول  له اسرائيلو سره خپلې اړیکې زیاتې کړي دي او زوړپال  او افراطي هندو په ډاګه  په خپلې هیلې کې  د فلسطینیانو په وړاندې د وحشي صهیونیسټي رژيم له کړچاره دتقلید کولولپاره خبرې کړي دي. په خاصه توګه ،داسې ښکاري ، چې  هندوانو افراط پالو  او زوړپالو ډلو ټپلو  چې دنریندرا مودي په مشرۍ کې فعالیتونه کوي،  د فلسطینو د  کلتور ،تاریخ، اومیراث په سسټماټيک ډول د پاکولو لپاره  داسرائیلو له هڅې  الهام اخستی دی . افراط پال هندوانو  د ۱۹۴۸ کال د نکبت په بهیر کې  په سسټماټيک ډول  د فلسطینیانو  دڅه دپاسه ۵۳۰ کلو د ړنګولو او  له دې وروسته  او همداراز په بیت المقدس  او نیواکي لویدیځي غاړې کې  د فلسطینیانو دکورونو د په کنډوالو بدلولو له څرنګوالي الهام اخستی دی.

درس مودی از اسرائیل: خانه‌های مسلمانان را خراب و تاریخ آنها را پاک کنید

د یهود د ملت ـحکومت قانون هم شته چې په ۲۰۱۸کال کې د  کنسټ په وسیله تصویب شوی او روښانوي چې اسرائيلی رژيم د  یهود قوم دولت ـ ملت دی او په اسرائيلو کې (نیواکي فلسطین) د برخلیک د ټاکنې حق له یهود قوم سره ځانګړی دی.دا له قانوني نظره د ټاټوبی د حق درلودل یا د آزادۍ لپاره په هڅې کې د فلسطینیانو  بې وسي تائيدوي.   په دې مودر کې هم نریندرامودي له اسرائيلو  زده کړه کوي.

 د نسل وژنې د دفاعي ادارې  مشر ګرګوري سټنتن  چې په ۱۹۸۹ کال کې ئې په روانډا کې  په نزدې وخت کې یوه نسل وژنه  اټکل  کړې وه ، وئيلي دي ،  په هندوستان کې هم یو ورته بهیر په ترسره کیدا دی .

درس مودی از اسرائیل: خانه‌های مسلمانان را خراب و تاریخ آنها را پاک کنید

https://iqna.ir/fa/news/4167127

captcha