IQNA

طالبانو اماراتو ته د زده کړو لپاره د تلونکو لسګونه نجونو د سفر مخنیوی کړی

16:41 - August 24, 2023
د خبر لمبر: 3487845
ایکنا – (کابل) طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلي، خو له دې وړاندې يې هم د یو شمېر نجونو او ښځو د یوازې سفر مخنیوی کړی او ویلي،وو چې دوی محرم نه درلود.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې د اماراتو یو سوادګر او د الحبتور ګروپ بنسټګر خلف احمد الحبتور ویلي، چې په  کابل کې طالبانو لسګونه هغه افغان زده کړیالانې د اماراتو له سفره ګرځولي، چې د ده په هڅو هغلته د زده کړو لپاره تلې.

هغه زیاتوي، چې د طالبانو دغه اقدام سخت ناهیلی کړی.

الحبتور ویلي، د دوبۍ د پوهنتون په مرسته يې دغو نجونو ته تحصیلي بورسیې برابر کړې وې.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې هم د یو شمېر نجونو او ښځو د یوازې سفر مخنیوی کړی او ویلي، وو چې دوی محرم نه درلود.

د طالبانو له واکمنېدو سره شاوخوا ۲ نیم میلیون نجونې له زده کړو محرومې شوي، چې له امله یې دوی په نړیواله او ملي کچه سختو نیوکو سره مخ دي.

طالبانو د ژوند په نورو برخو کې هم پر ښځو او نجونو بندیزونه لګولي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137534

captcha