IQNA

حجاب؛ د مډال ورکولو په مراسمو کې د مسلمانې جودو لوبغاړې د محرومیت دلیل

14:19 - August 13, 2023
د خبر لمبر: 3487780
ایکنا – (سویلي افریقا) د سویلي افریقا د یوې جودو لوبغاړې نجلۍ کورنۍ چې د ګډو ګټو هېوادو د جودو په سیالیو کې درېیم مقام خپل کړی وو، د حجاب درلودل یې د مډال ورکولو په مراسمو کې د هغې د محرومیت دلیل یاد کړ.

ایکنا د Cape Town Etc په حواله راپور ورکوي چې، ۱۶ کلنه نقیبه فردریکس (Naqeebah Fredericks)  د ګډو ګټو هېوادونو د جودو په آزادو سیالیو کې درېیم مقام ترلاسه کړ؛ مګر کله چې په حجاب سره د مډال ورکولو ځای ته ولاړه، هغې ته وویل شول چې د میز ترڅنګ خپل مډال ترلاسه کړي. له دې سربېره، فردریکس له ډله ایز انځور څخه هم محرومه شوه.

دا پېښه د ګډو ګټو هېوادونو د جودو په سیالیو کې چې په دې وروستیو کې د سویلي افریقا په کیپ ټاون کې پیل شوي وو، ترسره شوه.

د IOL  د ارپور له مخې، د نقیبې پلار لقمتن، د دې پېښې په اړه خپله ناخوښي اعلان او څرګنده کړه چې لور یې تر دې وړاندې په تېرو سیالیو هم د مډال اخیستلو پر مهال حجاب درلود.

هغه زیاته کړه: هغه کسانو چې ګلان او مډ‌ال ورکولو، پړونی درلودلو او په انځورونو کې وو، آیا دا تناقض نه دی؟

ترزا میهالیک (Theresa Mihalik)، د بازار موندنې مدیره او د سویلي افریقا د جودو کمېټې اجرایي غړې، څرګنده کړه چې دا سیالۍ د جودو نړیوال فدراسیون (IJF) له لوري د ټاکل شویو نړیوالو معیارونو له مخې ترسره شوي دي. هغې وضاحت ورکړ چې د (IJF) د قوانینو له مخې، ګډونوال د رسمي انځورونو پر مهال د پړوني درلودلو اجازه نه لري.

د ورزش او سازمان لپاره د جودو نړیوال فدراسیون (IJF) له لوري د ټاکل شویو اصولو له مخې، ګډونوال اړ دي چې د مډال په مراسمو کې له هرډول بوټونو او یا جامو پرته، یوازې د جودو په تائید شویو سپینو جامو په اغوستو سره کولای شي د مډال ترلاسه کولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

سیمون کالاندر(Simone Callander)  د ګډو ګټو هېوادونو د جودو انجمن ورزشي مدیر دی، د نقیبې له کورنۍ سره یې خبري کړي دي. په دې شرایطو سره، د دې جودوکارې لوبغاړې کورنۍ غوښتنه کړې چې د نقیبې مډال په ستېج کې له حضور پرته هغې ته ورکړل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4161932

بچوې: لوبغاړې ، حجاب
captcha