ایکنا د الکفیل د اطلاع رسونې مرکز په حواله خبر ورکوي، چې د سه شنبې په مازدیګر ، د زمري په لسمه نېټه او د پرلپسې لسم کال لپاره ، د اسمان قندیلونو د ماتم ډلې د کربلا پېښې په درېیمه ورځ د امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د سمبولیک جنازې په مناسبت د ماتم مراسم ترسره کړل.
د دې موکب ملاتړي ایهاب العوائدي وویل: د آسمان د قندیلونو موکب د حضرت عباس (ع) د پاک حرم په ملاتړ سره، هرکال د محرم الحرام په دیارلسمه ورځ په عراق کې بین الحرمین ته ځي.
ویرجن د امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د پاکو بدنونو د جنازې سمبولیکو مراسمو په مناسبت په دې مصیبت کې له امام زمان (عج) سره خواخوږي کوي.
هغه زیاته کړه: یاد موکب د قرآن په لاس د یو شمېر مؤمنانو په حضور او د ځینو ماشومانو په ګډون سره مل ووو چې د کربلا په پېښې کې د امام حسین (ع) او د اهل بیتو(ع) د کاروان په نوم ۹۴ بیرغونه ورپول شول.
العویدي څرګند کړه: د ۹۴ بیرغونو له ډلې، ۴ بیرغه د امام حسین(ع) د سفیرانو، ۱۸ نور بیرغونه د بني هاشم (ع) او ۷۲ بیرغونه هم د امام حسین (ع) یارانو ته ځانګړي شوي وو.