ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې«مولانا فضل الرحمان» پرون په اسلام آباد کې د ایران له سفیر "رضا امیري مقدم" سره په لیدنه کې وویل: استعمارګر هېوادونه او صیهونیسټي رژيم د اسلامي هېوادونو د بې ثباته کولو هڅه کوي.
«مولانا فضل الرحمان» د تېرې ورځې د ترهګریزې حملې په غندنه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو په قدرونې سره، په سیمه کې د ایران او پاکستان په رول او د پایدارې سولې لپاره یې د هغوي پر همفکرۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د دواړو هېوادونو سوله او امنیت په یو بل پورې تړلی دی، ځکه د ګډو ملګرتیاوو د پیاوړتیا او همداشان د سخت درېځۍ او ترهګرۍ له بهیر سره د مقابلې لپاره باید دوه اړخیز تعاملات مضبوط شي.
په دغه لیدنه کې د ایران سفیر امیري مقدم هم وویل: ایران هم په تېرو وختونو کې د داسې ترهګرو حملو ترخه تجربه لري، د ایران له لوړرتبه چارواکو واخلې تر عامه خلکو پورې ۱۷ زره کسان د هغو ترهګرو په لاس شهیدان شوي، چې د لوېدیځ او صهیونیسټي رژيم په ملاتړ، په وسلو او ساز او سامان سنبال شوي وو.