ایکنا د سیدتي له قوله راپور راکړ،دغه قرآنونه دعربستان د تبلیغ او ارشا ،اسلامی چارو وزارت په همت سره، دعربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په فرمان سره په حاجیانو کې ویشل شوي دي.
د قرآن دغه نسخې د عربستان د ملک فهد چاپ کمپلیکس او خپروندوئې منشورات دی چې په مختلفو اندازو کې او په څه دپاسه 76ژبو حاجیانو ته ډالۍ شوي دي.
د ملک عبدالعزیز نړیوال هوائي ډګر،د جدې ښار اسلامی بندر، مځکنئ او هوائي لارې هغه ځایونه دي چې دغه قرآنونه پکې ویشل شوي دي.
د عربستان د اسلامی چارو او د تبلیغ او ارشاد وزیر عبداللطیف بن عبدالعزیز ال شیخ په دې باب وائي ، ددغو قرآنونو ویشل،ددي خدمت او احترام لپاره د عربستان د پاچا او ددغه هیواد حکومت د اهتمام ښودنه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4151438