ایکناخبري آژانس د jehat.net له قوله راپور راکړ، دغه اپلیکیشن په الشرقیه کې پخپل ډول لومړني اپلیکیشن دی چې د قرآن زده کونکو لپاره قرآنی زده کړې آسانوي او د بن صلیب قرآني کمپلیکس داداري مسئولانو او ددغې ټولنې د غړو ارتباطي کړۍ به وي.
د عربستان په الشرقیه سیمې کې د قرآن دحفظ د ټولنو اجرائي مدیر خلیفه الدخیل په دې باب ووئيل، دغه ټولګه له الیکټرانیک پروګرام څخه په یو ځاي د ارتباطي او اداري چارو دپرمخ بیولو لپاره هم استفاده کوي او دا موضوع د ټولګې، قرآن زده کونکو او دهغوي د مورپلار ترمینځ د ادارې د مستقیم تعامل او ارتباط نیونې بهیر آسانوي او د کار کیفیّت هم ښه کوي.
هغه زیاته کړه ، رټل اپلیکیشن په ابری الیکټرانیک سسټم سره یوه سمارټ یا هوشمنده کړۍ ده چې ټوله تعلیمي ټولګې ددې جوګه کوي ،د استاذانو او زده کونکو د نامو په ثبتولو سره قرآني محفلونه مدیریّت کړي .
الدخیل روښانه کړې ده ،له لیرې یا په قرآني غونډو کې د هغوی د شتون وخت له لارې د زده کونکو د غږ آوریدل او د معلمانو دقرآني کړیو او غونډو د اړتیا وړ راپورونو ویستل ، ددغه اپلیکیشن نوره وړتیاوې دي.
د وئيلو ده ابری کمپویټر یوه هغه تر ټولو ښه ټيکنالوجي ده چې د هرې ورځې دکارونو د پرمخ بیولو لپاره ورڅخه استفاده کیږي،د ایمیل ، د سندونو سمولو، د فیلم دلیدو ، د موسیقۍ دآوریدو، لوبې یا حتی د عکسونو اونورو فایلونو د زیرمه یا ذخیره کولو پشمول د آنلاین سروس خدمتونه وړاندې کوي.