IQNA

پاکستان، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په ضرورت ټینګار وکړ

16:56 - June 18, 2023
د خبر لمبر: 3487490
د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بوټو زرداری ووئيل، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کښې د پایدارې پراختیا او د هر ډول انساني غمیزې د مخنیوي لپاره، له دغه هیواد سره مرسته وکړي.

ایکنا د پارس ټو ډې له قوله رآپور راکړ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کښې د طالبانو له موقته حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل او د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته د دغې ډلې پاملرنه ضروري وبلله.

بلاول بوټو زرداري پرون له طالبانو څخه د بشري حقوقو د خیال ساتنې، د ټول شموله حکومت د جوړولو او له ترهګرو ډلو سره د مقابلې په شمول د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي دي چې له دغې ډلې سره تعامل وکړي.

بلاول زیاته کړه: نړیواله ټولنه دې په افغانستان کښې د پایدارې پراختیا او د هر ډول انساني غمیزې د مخنیوي لپاره، له دغه هیواد سره مرسته وکړي.

د ویلو ده چې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وړمه ورځ ویلي وو: یوازې افغانان باید د نجونو د زده کړې، د بیان د آزادۍ او هم داشان د افغانستان د حکومت د څرنګوالي او جوړښت په هکله فیصله وکړي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134566

captcha