IQNA

له اسلامه په ویرؤنکو څرګندونو د هندوستان د مسلمانو پراخه غوسه نندارې ته وړاندې شوې

5:30 - June 17, 2023
د خبر لمبر: 3487482
د هندوستان د یوه ټيلیویژنی چینل دمالک له اسلامه د ویرونې په باب څرګند ونو چې له دغه هیواده ئې د مسلمانانو د ویستلوغوښتنه کړې، د دغه هیواد خلکو سخته غوسه ئې راپارولې ده.

ایکنا د الجزیره له قوله راپور راکړ، د هندوستان دیوه فعال ټيلیویژنی چینل مجری   او فعال سورش چاونک په څرګندونو پسې ، له هندوستانه د مسلمانانو د ویستلولپاره د هغې دغوښتې و د دوي په ضد ددغه افراطي د لمسؤنکو څرګندونو په ضد  په تیرو دوو ورځو کې دهندوستان په ټولنیزو چینلونو کې دغوسې او کرکې ستره څپه راپورته شوې ده.

د یوه ټيلیویژنی چینل خاوند سورش چاونګ پخپل یوه ټویټ کې په اوترکنډ صوبې کې  د مسلمانو ټولنې پّ ضد د تاؤتریخوالو زیاتولو ته په اشارې سره ئې ،د مسلمانانو د کورونو او دکانونو د  پریښودلو او له دغه هیواده د مسلمانانو د ویستلوغوښته کړې ، چې  هغه دوي شیطانان بللي دي .

په وروستیو څو ورځو کې په ټولنیزو چینلونو کې داسې ویډیوګانې او انځورونه خپره شوي دي چې ښئ دمسلمانانو پر کورونو او دکانونو ګواښونکي تابلوګانې  لګول شوي  او له دوي غوښتل شوي دي چې  د جون  له نیمائي مخکې دې له خپلو کورونو ووځي او له دغه هیواده دې پښې سپکې کړي.

د هندوستان یوه مشهور خبریال اولیکوال محمد زبیر ددغه افراطي هندو ددغه ټویټ په باب  لیکلی دي،دټوئيټر په څيء ټولنیزې رسندوئې  د  سورش چاونک اونورو ډيرو افراطیانو په وسیله په اوتارکنډ صوبې کې د مسلمانانو دقومي پاکونې لپاره مستقیمو غوښتو د خپرونې لپاره   استعمالیږي . دا ټویټ د عامو خلکو له خوا نه دی ،بلکې دیوه خبری چینل د مالک له خوا  دی.

 یوه بل  هندي خبریال ساکشي جوشي د سورش لمسؤنکو څرګندونو په وړاندې د هندي چارواکو دریځ محکوم کړ او وې وئيل، آیا د عدلیې وزیر  ددغوخبروننداره کوي؟ آیا مونږتراوسه  پورې پخپل  هیواد کې  کومه ستره محکمه لرو؟ آیا تراوسه پورې ادعا کوو  چې  یو داسې هیواد یوو چې داساسی قانون په اساس اداره کیږی اوباید   د عقیدې ،تووکم،مذهب  اوجنسیّت پشمول له هرې پرګنې پرټولنیز ملاتړ سربیره د ټولو ښاریزو  دحقوقو دفاع وکړو.؟

همداراز یوه بل هندی لیکوال اشرف حسین  همداراز دټویټر  خاون ایلان ماسک ته په خطاب کې ولیکل ،دغه کس ټولنه ټولنه د  شیطان په توګه یاد کړې ده  او قومي پاکونې ته  بلنه  ورکوي آیا دا دتوئيټر د قوانینو خلاف ورزي نه ده ؟ ولې پرې سترګې پټيږي؟

https://iqna.ir/fa/news/4148114/

captcha