IQNA

قرآن څه وائي /52

په نړۍ کې وګرځئ ااو عبرت واخلئ

6:14 - May 28, 2023
د خبر لمبر: 3487400
ایکنا-(تهران) قرآن کریم دحقایقو د درک لپاره له تیرو خلکو سره  د حاضر نسل فکری او کلتوری پیوند ضروری ګڼي،ځکه  ددغو دوو زمانو (یعنی د تیر وخت او اوس مهال) سره ارتباط او غوټه خوړل ،د راتلونکو مسئولیت او دندې روښانه کوي.

ممکنه ده عجیبه وبریښيږي چې آسماني کتاب ،خپل مخاطب په مځکې کې ګرځونې  ته ګروهمن کړي، خو د قرآن کریم یوه سپارښتنه د ا د ه چې په مځکې کې وګرځئ. د انسان بریاوې او کامیابیانې ووینی او  د مختلفو ټولنو د چلند په نتیجو فکر او غور وکړئ.

دغه تفکر او غور کول  د ژوند د سمې لارې له پيژندګلوۍ سره ډيره مرسته کوي.

«قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ؛ له تاسو مخکې ،ځینی دودونه موجود وو،(او هرقوم د خپلو عملونو او صفتونو په اساس برخلیک درلود)نو پر مځکه وګرځئ  اوووینئ بلاخره(د خدای د آیتونو)دروغ بلونکي  څنګه ؤ؟ (ال عمران سوره او ۱۳۷آیت).

په تفسیر نمونه کې دغه آیت ددې حقیقت معرفی کړی دی چې  خداوندمتعال په تیرو قومونو کې ځیني دودونه اچولی وو چې  هیڅکله ئې کومه خصوصي اړخ نه درلود او د یوه ژوند د قوانینو د لړۍ په بڼه کې د ټولو لپاره اجرا کیږي . په دغو دودونو کې ، د د ایماندارو او مجاهدینو او تحده او ویښوکسانو یا  خلکو پرمختګ او لوړوالی اټکل شوی او  د ګناهګارو، بې ا یمانه  او دتیت پرک ملتونو نابودي اوناکامي هم اټکل شوې ده چې د بشریّت په تاریخ کې ثبت ده.

په همدې اساس قرآن کریم سپارښتنه کوي، چې پر مځکې وګرځئ او د  تیرو ملتونو او دهغوي د واکمنانو  او د ظالمو او د غټو سټونو لرونکو فرعونیانو  په آثارو باندې غور اوفکر وکړئ اوووینئ چې دوي کافران دي ،د خداي پیغمبران ئې دروغ بلل او پر مځکې ئې  دظلم او فساد بنیادونه کیښودل، نو څرنګه  برخلیک ئې درلود؟ او بلاخره د هغوي کار کوم ځای ته ورسید.

په تفسیر نور کې لولو، دغه آیت د ټولنو د عزت اوذلت پيژندنې او ټولن پيژندنې اهمیّت ته اشاره کوي. هغه دودونه چې په مخکنینو قومونو کې موجود وو،ځینی پکې داسې دي .

  • حق منل چې د دوی د نجات او نیکمرغۍ سبب شوي دي ،
  • د حق دروغ بلل چې د دوی د هلاکت او نابودۍ سبب شوي دي .
  • د دوي لپاره الهي امتحانونه شته دي .
  • د حق غواړو لپاره غیبي مرستې شته دي.
  • ستمګرانو ته فرصت او مهلت ورکړل شوی دی.
  • دخدای د نیکو بندګانو مقاومت لوړو موخوته د رسیدا سبب شوی دی.
  • دخداوندمتعال لهپلوه د کافرانو دسیسه شنډه شوې ده.

په دغه آیتونو او نښو نښانو کې ځیني سپارښتنې هم لرو

 د انسان پهتاریخ باندې داسې ثابت قوانین اودودونه شته چې پیژندګلوي ئې ، د انسان لپاره ښه ده.   «قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ» .

د تیرو خلکو تاریخ ، دراتلونکو د ژوند د لارې مشال دی «فَسِيرُوا ... فَانْظُروا » .

هدفمنه ګرځونه او  په تفکر او لیدتوګې سره پرې غور کول، د انانسانو دتربیت لپاره ترټولو ښه کلاس دی.

تاسو له نورو امتونو سره هیڅ فرق نه لرئ. دعزت او ځوړتیا عوامل دټولو یو شان دي.

د تیروخلکو له تاریخه خبریدا او پيژندګلوي ئې ، د ښې لارې په غوره کولو کې ده.

د تاریخ په بدلونونو کې  څیړنه او ارزونه لازمه ده .

د تایرخ په مطالعې  کې ځلاوې مهمې نه دی ،د کار پای مهم دی.

الهي مجزات یوازې له قیامت سره اړونده نه دی، کله کله په همدې دنیا کې الهي عذاب په غټو ګردن لرونکو پسې ورځي.  «عاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ»

captcha