IQNA

د لاهور په لمز (LUMS)پوهنتون کې د نوروز جشن ترسره کیږي

7:16 - February 27, 2023
د خبر لمبر: 3486961
ایکنا-(تهران)  د پاکستان په لاهور کې د لمز پوهنتون مسئولانو  په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې له مسئول سره  په کتنې کې په پوهنتون کې د ۱۴۰۲لمریز کال د نوروز د جشن د ترسره کیدا په باب  دنظر تبادله وکړه.

ایکناخبری آژانس له لاهوره راپور راکړد پاکستان په لاهور کې دایران د اسلامی جمهوریت دکلتوري خونې مسئول جعفر روناس  د نوروز دنیکمرغه اختر د جشن په ترسره کولو کې د هرډول ملګرتیا لپاره د چمتووالي په اعلانولو سره ووئيل، سږکال د نوروز  په جشن کې  به د ایرانۍ موسیقۍ یوه ډله هم دعوت کړو څو پاکستاني محصیلین د ایران  له خوږو او کم  موندونکي موسیقۍ او سازونو سره بلد شي . هغه وړاندیز وکړ، چې په دغه جشن کې  په نورو پوهنتونونو کې په زده کړې بوخت ایرانیو محصیلینو ته هم بلنه ورکړل شي.

جعفر برلاس  نوروز د سیمې په کلتور کې یو جرړه لرونکی دستور اودود وباله او په مختلفو هیوادوو کې ئې  ددغه مخینه لرونکي جشن  دمشترکاتو په باب  خبرې وکړې او  په نوروز شپو ورځو کې ئې د ایرانیانو  د ادابو اودود اودستور په باب توضیحات ورکړل.

په دوام کې د پاکستان د لاهور د لمز پوهنتون د ژبې او ادب دمرکز مدیر ناصر شهباز خان هم ووئيل، سره له دې چې د نوروز دجشن دستورې ډيرې پخوانۍ دي او د پاکستان په ځینو سیمو کې هم دغه جشن لمانځل کیږي،خو د پاکستان زیاتره خلک  ددغه پرتمین  جشن په باب څه خاص اطلاعات نه لري او  په لمز پوهنتون کې د نوروز د جشن له ترسره کولو زمونږ هدف  له دغه پخواني او ښکلي دود څخه د مونږ دځوان نسل پوهول او خبرول دي.

په دغو لیدوکتو کې د د لاهور د لمز پوهنتون (LUMS) (Lahore University of Management Siences ) د فارسي ژبې او ادبیاتو  استاذان افتحار وزیری او میرمن فاطمه فیاض هم شتون  درلود.

د لاهور دمدیریت دعلومو پوهنتون (LUMS) (Lahore University of Management Siences) په ۱۹۸۵کال کې  د سید بابرعلی شان پشمول  د خصوصي برخې د  صنعتی اومالی موسیسو دم دیرانو یوې ډلې په وسیله ، د یوه ملی پوهنتون په توګه  په لاهور کې تاسیس شو څو د تخنیکي مدیرانو او کارپيژاندو ته د پاکستان د اړتیا پوره کړي.

جشن نوروز در دانشگاه «لمز» پاکستان برگزار می‌شود

د لاهور لمز پوهنتون  اصلی ودانۍ په څه دپاسه څلویښت هیکټره مځکې باندې د لاهور  په ډیفنس هستوګنې ښارګي (DHA) کې واقع ده  چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID)په لس میلیون ډالري مرستې سره جوړه شوې ده.

همدااوس د لاهور د علومو دمدیریت پوهنتون (LUMS) (Lahore University of Management Siences) په سیمې او آسیا کې یو برلاسه پوهنتون دی او دمدیریت یا منیجمنټ په څانګې کې دنړۍ د برلاسه درو سوو پوهنتونونو په لیسټ کې شامل دی.

https://iqna.ir/fa/news/4124586/%D

captcha