ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د مصر د قرآن کریم نړیوال قاری شیخ عبدالرحمن الخولی د یاد اودرنښت په هغو دستورو کې چې د شهید قاسم سلیماني او شهید ابومهدی المهندس دشهادت ددریمې کلیزې په مناسبت د مجمع قرآن کریم له خوا ترسره شوې د قرآن کریم دآیتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ.
دغه دستورې د لبنان په الجنوب ولایت کې په الصور سیمې کې په امام حسین(ع) کمپلیکس کې ترسره شوي وې او د شیخ علی عارف،د حزب الله د الجبل سیمې مسئول حاج بلال داغر،سردار علی الحاج او یو شمیر نورو عالمانو او شخصیّتونو پکې ګډون درلود.
دغه دستورې په روان کال کې د لبنان دقرآني سیالیو لومړي لمبر قاري محمدغملوش په تلاؤت سره پیل شوې، بیا د شهیدانو بچیانو ویناوې وکړې او د شهید قاسم سلیماني په باب یو ویډیوئي فلم هم خپور شو. په دوام کې د حصر عربی جمهوریت نړیوال قاری عبدالرحمن الخولي د قرآن کریم د یو شمیر آیتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ.
ددغودستورو ځيني انځورونه هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږی.